۸صبح، کابل: د ترکیې پولیسو ۳۵ افغان وګړي یونان ته په ناقانونه توګه د ننوتلو د هڅې پر مهال نیولي دي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې دا کسان د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د عملیاتو پرمهال د بالیکاسیر په ولایت کې نیول شوي دي.
د راپور پر بنسټ، په نیول شویو کسانو کې ۱۹ ماشومان هم دي.
په راپور کې راغلي، چې د کډوالو د قاچاق د تنظیمولو په تور څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو هم د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د ۸۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و.
د پاکستاني چارواکو په وینا، دا کسان له کرښې په ناقانونه توګه د تېرېدو د هڅې پر مهال نیول شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې یو شمېر افغان وګړي اروپایي هېوادونو ته د ناقانونه کډوالۍ د هڅو او د ګاونډیو هېوادونو له پولو د تېرېدو پر مهال نیول شوي دي.






