۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) یوه څېړنه ښيي هغه ماشومان چې هګۍ خوري، د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره درې برابره لږ مخ کېږي.
دغه بنسټ سهشنبه د وږي پر ۲۴مه، پر خپله ایکس پاڼې لیکلي دي چې په کورونو کې د چرګانو پالنه کولای شي مغذي خوړو ته د کورنیو لاسرسی زیات کړي.
د فایو د اټکل له مخې، په افغانستان کې تر پنځو کلونو کمعمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او ډېری کورنۍ د متنوع مغذي خوړو د برابرولو وس نه لري.
فایو زیاته کړې ده د ډېری هغو افغان مېرمنو لپاره چې له کوره بهر د کار فرصتونه ورته محدود دي، په کور کې د چرګانو روزنه کولای شي د کورنۍ د خوړو تامینولو او عاید ترلاسه کولو ښه سرچینه وي.
د فایو په ملاتړ په کورونو کې د چرګانو د ساتلو په فعالیتونو کې د چرګانو، خوراک او اړینو وسایلو وېش او دغه راز د چرګانو د پالنې د مدیریت، حفظالصحې او د ناروغیو د مخنیوي په برخو کې روزنه شاملېږي.
د دې پروګرام موخه د خوړو د تولید، د کورنیو د معیشت پیاوړتیا او د سالمو چرګانو د ساتنې په برخه کې د هغوی د پوهاوي د کچې لوړول ښودل شوي دي.





