۸صبح، تخار: په تخار کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې پنځه کان کیندونکي د کان نړېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
سرچینو شنبه د تلې پر ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د چاه اب ولسوالۍ په «سمتي» کلي کې یو کان نړېدلی دی.
د سرچینو په خبره، قربانیان د ینګيکلا ولسوالۍ د «قنداري قشلاقي» کلي اوسېدونکي و.
سرچینو زیاته کړې چې د کان کېدونکو مړي د شنبې په ورځ خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.





