• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په بدخشان کې د سرو زرو استخراج؛ د طالبانو شریکان فعال او د نورو پانګه درول شوې

حبیبه چکري حبیبه چکري
۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791022594]
AFP

AFP

په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو او زرومینځلو د کارځایونو ځينې مالکان وايي چې په دغه ولایت کې د کان ‌کیندنې رسمي چارې له تېرو دوو میاشتو راهیسې درول شوې دي. هغوی وايي، د کانونو د استخراج لپاره یې پانګونه کړې، خو د دغه بهیر په درېدو یې پانګه بنده پاتې او زیان یې لیدلی دی. د هغوی په خبره، هغه کسان چې طالبانو ته باج یا ورسره اړیکې او نږدېوالی لري، د شپې له خوا خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د دغو کانونو ځينې مالکان وايي، طالبانو دوه میاشتې مخکې په دغه ولایت کې د سرو زرو استخراج درولی او امر یې کړی چې ټول کان‌ مالکان دې د کانونو له وزارته د فعالیت جواز ترلاسه کړي. هغوی وايي، د فعالیت له پیل مخکې یې د وسایلو د پېرلو او لېږد، د ساحو د چمتو کولو او د کارګرو د ګومارلو لپاره لګښتونه کړي؛ خو اوس نه شي کولی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او نه خپل لګښتونه جبرانولی شي.

د شیوې سیمې اړوند په ګلګدره کې د کان مالک نعمت‌الله (مستعار نوم) وايي چې په دغه کان کې یې شاوخوا ۵۰ زره ډالره پانګونه کړې. نوموړی زیاتوي چې د کار په درېدو یې پانګه بنده پاتې ده.

دا کس وايي: «موږ د کار او ګټې په هیله پانګونه وکړه، خو اوس هر څه درېدلي. شاوخوا ۵۰ زره ډالره پانګونه مې کړې. اوس نه کار لرو او نه د خپلو لګښتونو د بېرته ترلاسه کولو لار. هره ورځ چې کار درېدلی وي، تاوان مو ډېرېږي.»

د کانونو مالکان وايي چې د ژمي، واروې ورېدو او یخنۍ په نږدې کېدو یې ښايي تجهیزات زیان وویني او تاوانونه یې ډېر کړي.

په شهربزرګ ولسوالۍ کې د کان مالک رضاشاه (مستعار نوم) وايي چې له خپلو څو شریکانو سره یې په دې برخه کې پانګونه کړې او خپله شخصي برخه یې شاوخوا ۸۰ زره ډالره ده.

نوموړی وايي چې د دغو پیسو ډېره برخه پر تجهیزاتو، د کان پر چمتو کولو، د کارګرو پر معاشونو او ځمکې پر کرایې لګېدلې دي.

هغه زیاتوي: «موږ څو شریکان یو او خپله مې شاوخوا ۸۰ زره ډالره پانګونه کړې. دا پیسې د تجهیزاتو پر اخیستلو او د کان پر چمتو کولو لګېدلې دي. اوس چې کار درېدلی، پانګه مو همالته پاتې ده. غوښتنه مو دا ده چې که ستونزه نه وي، حل لار دې ورته پیدا شي څو وکړای شو بېرته کار وکړو او لږ تر لږه خپله پانګه وژغورو.» هغوی وايي چې څو وارې د خپلې غوښتنې لپاره په بدخشان کې د کانونو ریاست ته ورغلي، خو تر اوسه یې هېڅ پام وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ورته مهال سرچینې بیا وايي چې له طالبانو سره تړلي شرکتونه او هغوی چې باج ورکوي، په ډېرو سیمو کې یې لا هم د کانونو استخراج ته دوام ورکړی دی. هغوی زیاتوي چې د دغو شرکتونو ډېر یې د شپې له خوا کار کوي او په ځينو سیمو کې طالبانو ته د ډېرو پیسو په ورکولو، ان د ورځې له خوا هم د کانونو استخراج دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان کې طالبانو ویلي چې د کانونو د فعالیت لپاره یې نوې کړنلاره په پام کې نیولې ده. هغوی وايي چې دا کرڼلاره تر اوسه په عملي توګه نه ده پلې شوې او د کانونو د فعالیت د بېرته پیلولو لپاره یې کره وخت په ډاګه نه دی.

په وروستیو کالو کې په بدخشان کې د کانونو استخراج د ځايي او جګپوړو طالب چارواکو لپاره د عاید مهمه سرچینه ګرځېدلې. د ۸صبح د ګڼو راپورونو د موندنو له مخې، ځينو ځايي او جګپوړو طالب چارواکو د شرکتونو په جوړولو او وسایلو په برابرولو، په پراخه کچه د سرو زرو پر استخراج لاس پورې کړی او له کان مالکانو او کارګرو یې هم ونډه اخیستې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ږیره او خولۍ؛ په البیروني پوهنتون کې د بدل اعاشې د ورکولو شرط
راپورونه

ږیره او خولۍ؛ په البیروني پوهنتون کې د بدل اعاشې د ورکولو شرط

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791018960]
ملګري ملتونه: د هر هغه ګام هرکلی کوو چې په غزه کې د اوربند په ټینګښت کې مرسته وکړي
ټولنه

دوجاریک: افغانستان د ناچاودو مهماتو له امله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو له ډلې دی

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791016090]
جبري راستنېدنه؛ پرون څه باندې زر کسان افغانستان ته راستانه کړل شول
خبرونه

فطرت: څه باندې ۹۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791014472]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.