۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې پنځه کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس یکشنبه د غويي پر ۲۷مه، راپور ورکړی چې دا ترافیکي پېښه د میدان وردګو ولایت په «نرخ» ولسوالۍ کې شوې ده.
د میدان وردګو لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار ویلي چې په دې پېښه کې یوه «کرولا» ډوله موټر له یوه «مازدا» ډوله موټر سره ټکر کړی چې له امله یې د کرولا موټر پنځه واړه سپرلیو ژوند بایللی دی.
هغه همداراز زیاته کړې چې د دې پېښې یو ټپي روغتون ته لېږدول شوی دی.
ترافیکي پېښو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.
ویل کېږي چې غیر معیاري سړکونه او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي په هېواد کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.





