۸صبح، کابل: طالبانو په کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د شپږو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس شنبه دغبرګولي پر ۲مه، راپور ورکړی چې دا پېښه د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې شوې ده.
د خبر له مخې، په دې پېښه کې مړه شوي کسان د کابل او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي دي.
ځایي طالبانو زیاته کړې چې په دې پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترافیکي پېښې تل له خلکو قرباني اخلي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو ډېر سرعت، د سړکونو خرابوالی او بېاحتیاطي ګڼل کېږي.





