• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

فایو: په جون میاشت کې په افغانستان کې باران له عادي کچې سره نږدې دی

۸صبح ۸صبح
۱۳ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶ [t_time:1780489755]
AFP

AFP

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي چې په جون میاشت کې به په افغانستان کې د باران کچه له عادي کچې سره نږدې وي.

فایو چهارشنبه د غبرګولي پر ۱۳مه په افغانستان کې د کرنې او ورښت د څرنګوالي په اړه راپور خپور کړی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې د باران اټکل ښيي چې په عمومي ډول به په ټول افغانستان کې د باران شرایط له نورمال کچې سره نږدې وي، خو د شمال‌ختیځې سیمې په ځینو برخو کې له نورمال څخه د پورته ورښت احتمال شته.

فایو ویلي چې د هېواد سویلي او لوېدیځې سیمې به د جون میاشتې د عادي اقلیمي الګو سره سم، وچې او کم ورښته وي.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې تیت‌اوپرک ورښتونه ښايي لنډمهاله خو شدید بارانونه رامنځته کړي چې له کبله یې په ځانګړې توګه د هېواد په شمال‌ختیځو، ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو او ږلۍ ګواښ زیاتېږي.

د فایو په خبره، دا ښايي کرنیزو محصولاتو او باغونو ته زیان ورسوي.

په دغه راپور کې په ځانګړې توګه د هېواد په لویدیځو او سویلي سیمو کې په اوړي کې د هوا تودېدو ته هم اشاره شوې ده.

فایو ویلي: «اټکل کېږي چې په دغو سیمو کې به د هوا د تودوخې لوړه درجه له ۳۵ سانتي ګرادو لوړه شي چې دا به د تبخیر او تعرق بهیر چټک کړي او د اوبو اړتیا به زیاته کړي، په ځانګړې توګه د هغو کرنیزو محصولاتو لپاره چې خړوبولو ته اړتیا لري.»

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د تودوخې له زیاتوالي سره سم د واورې کمښت ښايي د دوبي په وروستیو میاشتو کې د واورې د وېلې کېدو له امله رامنځته کېدونکې روانې اوبه محدودې کړي.

کرنه

د فایو د راپور په بله برخه کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کرنې وضعیت ارزول شوی دی.

فایو ویلي چې د لرې سنجش معلوماتو او اقلیمي شننې د بشپړولو لپاره، دغه سازمان په ټول افغانستان کې د ډله‌ییزو غونډو له لارې چټکه میداني سروې کړې ده.

په دې سروې کې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونه کې ۳۴۵ ډله‌ییزې ناستې شوې چې په هره ناسته کې له ۵ تر ۲۰ کسانو پورې ګډون کړی وو. ګډونوال تر ډېره تجربه‌لرونکي کروندګر، د سیمو مشران، مالداران، میرابان، ښوونکي، د پراختیایي شوراګانو غړي، سیمه‌ییز سوداګر، روغتیايي کارکوونکي، وترنران او د کرنې او اوبولګولو مامورین وو.

د للمي غنمو وضعیت

د راپور له مخې، په کم ارتفاع او منځنیو سیمو کې د حاصلاتو راټولول پیل شوي، په داسې حال کې چې په لوړو سیمو کې کرنیز محصولات د پخېدو پړاو ته نږدې دي.

فایو ویلي چې ۶۵ سلنه ځواب‌ورکوونکو د خاورې د رطوبت وضعیت مناسب بللی او شاوخوا ۶۴ سلنه یې د منځني یا ښه حاصل د راټولولو هیله څرګنده کړې ده.

د اوبیزو غنمو وضعیت

د فایو په راپور کې راغلي چې په ۶۱ سلنه طبیعي سیمو کې د اوبیزو غنمو وده عادي ده او په ۲۸ سلنه سیمو کې له معمول څخه مخکې راپور شوې ده.

فایو زیاته کړې چې اوبو لګولو ته لاسرسی کم شوی؛ داسې چې یوازې ۵۰ سلنه ځواب ورکوونکو د اوبو د کافي برابرېدو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې دا شمېر تېرې میاشت ۷۷ سلنه و.

په راپور کې د کم ارتفاع سیمو د کروندګرو تر ټولو لویه ننګونه د ځمکې لاندې اوبو باندې تکیه او د دغو اوبو د کچې کمېدل بلل شوي دي.

د راپور په یوه برخه کې د اوړي په موسم کې د کرنیزو محصولاتو ستونزو ته اشاره شوې او راغلي چې د اوبو د کمښت له امله د دوبي محصولات محدود شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په عمومي ډول میداني مشاهدې د کرنیزو شرایطو ښه وضعیت ښيي او په ډېرو سیمو کې د مثبت حاصل تمه شته.

په راپور کې د اوبو لګولو سیستمونو او د اوبو سرچینو ته هم اشاره شوې او راغلي چې له اوسط څخه د واورې د زیرمو کموالی، د اوړي د پیل له تودوخې او د جون میاشتې له عادي څخه لوړې درجې تودوخې ترڅنګ ښايي د اوبو لګولو فصل لپاره د واورې د وېلې کېدو له امله رامنځته کېدونکې اوبه نورې هم کمې شي.

د (FEWS NET) د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ډېرو غرنیو سیمو کې د واورې د اوبو زیرمه د اوسط له کچې ټیټه ده.

په دې برخه کې بیا د هندوکش په حوزو، مرکزي لوړو سیمو او شمال‌ختیځو حوزو کې د واورې شدید کمښت ته اشاره شوې ده.

په ټوله کې فایو په دغه راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې په پیل کې د افغانستان کرنیز وضعیت په ګڼو سیمو کې مناسب دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل
خبرونه

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792005348]
اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي
خبرونه

اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792003688]
ګوتېرېش: په نړۍ کې بشري حقونه قصداً له پامه غورځول کېږي
خبرونه

ګوتېرېش «د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم» د پیاوړتیا لپاره څه باندې درې میلیونه ډالر بودیجه وړاندیز کړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792000663]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.