۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې د پنجشیر په عنابه او حصه اول ولسوالیو کې د بیروجو له دوو کانونو د بیروجو د استخراج چارې پیل شوې دي.
باختر خبري اژانس یکشنبه د لړم پر ۱۰مه راپور ورکړی چې دوو شرکتونو د جواز له اخیستلو وروسته د دغو دوو کانونو د استخراج لړۍ پیل کړې ده.
په پنجشیر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي چې یوازې د روان کال په شپږو لومړیو میاشتو کې ۲۲۱ کسانو د جواز له اخیستلو وروسته د بیروجو او ګارنټ کانونو استخراج پیل کړی دی.
بیروج او ګارنټ قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې دي چې تر ډېره د ګاڼو، زیوراتو او سینګار توکو کې کارېږي.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو د غیرمعیاري استخراج په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د کانونو د استخراج، د پلور په برخه کې روڼتیا او له دغو طبیعي سرچینو د ترلاسه شویو عوایدو د مدیریت څرنګوالی هغه مسایل دي چې پرې نیوکې کېږي.
څه موده مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق ویلي و چې د کانونو او عوایدو مدیریت دې د ملي ګټو پر بنسټ، په روڼتیا او حساب ترسره شي.





