۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) اټکل کړې چې له معمول حده د زیاتو ورښتونو احتمال شته چې د للمي غنمو له کرلو سره مرسته کوي؛ خو ورسره د ناڅاپي سېلابونو خطر هم زیاتولای شي.
دغه سازمان یکشنبه د تلې پر ۱۹مه، د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کال د لندبل موسم لپاره د افغانستان په اقلیمي او کرنیز لرلید کې دې موضوع ته اشاره کړې ده.
د دغه لرلید له مخې، تمه ده چې د افغانستان ختیځې، شمالختیځې، شمالي او مرکزي سیمې به په اکټوبر میاشت کې له زیاتو ورښتونو سره مخ شي.
دغه ورښتونه د خاورې لندبل زیاتولای شي او د ژمنیو فصلونو، په ځانګړي ډول د للمي غنمو، د کرلو لپاره مناسب شرایط برابرولای شي.
خو دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په اکټوبر میاشت کې سختو او سیمهییز ورښتونه ناڅاپي سېلابونه رامنځته کولای شي او د اوړي د پاتې فصلونو او بڼونو د مېوو د راټولولو بهیر ګډوډولای شي.
په همدې حال کې، د کیمیاوي سرې او تخمونو د بیو لوړېدل او د اوړي د حاصلاتو لپاره د بازار نامناسب وضعیت د ژمنیو فصلونو په کرلو کې د پانګونې لپاره د کروندګرو وړتیا محدودوي.
له دغو ستونزو سره سره، مناسب ورښتونه له کروندګرو سره مرسته کولای شي چې د للمي غنمو د کرکېلې کچه وساتي یا یې زیاته کړي.
فایو همداراز ویلي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره په څړځایونو کې د څارویو لپاره د وښو لاسرسی کمېږي او د هغو خوراکي اړتیاوې زیاتېږي.
د دغه لرلید له مخې، په ځینو سیمو کې مالداران د ژمي لپاره د چمتووالي په موخه واښه اخلي او د خپلو څارویو شمېر تنظیموي.
د فایو په وینا، دغه وضعیت ښايي په هغو سیمو کې پر مالدارانو لا ډېر فشار راولي چې څړځایونه یې محدود دي





