۸صبح، کابل: نن د اکټوبر ۱۱مه د نجلۍ نړیواله ورځ ده. په دې ورځ په ټوله نړۍ کې د نجونو پر حقونو ټینګار کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه نجونې له خپلو اساسي حقونو، په ځانګړې توګه د زده کړو له حقه بې برخې دي.
په افغانستان کې تر ۲.۴ میلیون ډېرې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پر مخ تړلې پاتې دي.
د نجونو پر حقونو د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو ترڅنګ، په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو په اړه اندېښنې هم دوام لري.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۱ کال کې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مشرې سیما باهوس هم پرون د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې هر کال په ټوله نړۍ کې تر ۱۲ میلیون ډېرې نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي.
هغې له حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنې غوښتي چې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
سږ کال د نجلۍ نړیواله ورځ د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو په موخه نمانځل کېږي؛ هغه موضوع چې د نجونو د حقونو پر ساتنې او د زده کړو او ودې لپاره د مناسبو فرصتونو پر برابرولو ټینګار کوي.





