• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د سقوط پنځه کاله؛ افغان خبریالان د کډوالۍ په ناڅرګند حالت کې

ایلیا ایلیا
۱۹ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۰ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1786368936]

د پخواني حکومت د سقوط د پنځمې کالیزې له رانږدې کېدو سره هممهاله، یو شمېر هغه خبریالان چې د طالبانو د امنیتي ګواښونو له امله ایران او پاکستان ته پناه وړي، پنځه کاله وروسته لا هم د خپلې کډوالۍ د دوسیو د برخلیک ټاکلو په تمه دي. دوی وايي، په دې موده کې نه افغانستان ته د خوندي بېرته ستنېدو امکان لري او نه هم توانېدلي چې په کوربه هېوادونو کې باثباته ژوند جوړ کړي.

دغه خبریالان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې پنځه کاله کېږي چې له افغانستانه وتلي دي، خو د کډوالۍ د دوسیو د څېړنې بهیر یې لا هم کومې پایلې ته نه دی رسېدلی او خوندي هېوادونو ته یې د لېږد وخت هم نه دی مشخص شوی. د دوی په وینا، د کډوالۍ له نامعلوم برخلیک سره یوځای بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو، د استوګنې محدودیتونو او د نیول کېدو او جبري ایستلو اندېښنې د دوی او کورنیو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. دوی زیاتوي چې د دې وضعیت دوام پر دوی سخت رواني فشار راوستی او د کورنیو راتلونکی یې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی. دغه خبریالان ټینګار کوي چې د امنیتي ګواښونو له امله بېرته افغانستان ته ستنېدل ورته خوندي غوراوی نه دی او له منونکو هېوادونو او مسوولو ادارو غواړي چې له پنځه کلن انتظار وروسته د دوی د کډوالۍ د دوسیو د څېړنې او لېږد بهیر چټک کړي.

ارمان رحیم له هغو خبریالانو دی چې پنځه کاله کېږي د خپلې کډوالۍ د دوسیې د څېړنې په تمه دی. هغه وايي، د پخواني حکومت له سقوط او د طالبانو له لوري د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو وروسته اړ شو چې هېواد پرېږدي. نوموړی زیاتوي چې اوس په یوه ګاونډي هېواد کې په سختو شرایطو او نامعلوم راتلونکي سره ژوند کوي. د رحیم په وینا، په دې موده کې یې څو ځله د خپلې دوسیې د تعقیب لپاره سفارت او اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، خو لا یې هم د خپلې دوسیې د برخلیک په تړاو روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دغه خبریال وايي: «پنځه کاله کېږي چې د خپلې کډوالۍ د دوسیې د څېړنې په تمه یم. سفارت او اړوندې ادارې راته وايي چې  څه یې په وس کې نشته او باید انتظار پاتې شم. په دې پنځو کلونو کې څو ځله له بېلابېلو وضعیتونو سره مخ شوي یو او اوس هم شرایط ډېر سخت دي. په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان خبریالانو وضعیت د خواشینۍ او اندېښنې وړ دی.»

په ایران کې مېشت خبریال حسین خاموش وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه هېواد ته تللی او په همدې کال یې د خپلې کډوالۍ د دوسیې د ثبت او تعقیب لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته مراجعه کړې، خو د څو کلونو له تېرېدو سره سره یې لا هم د خپلې دوسیې د برخلیک په تړاو روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

خاموش زیاتوي چې د نوموړي د دوسیې د څېړنې د بهیر اوږدېدو، د استوګنې او اقتصادي ستونزو ترڅنګ اړ کړی چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره ودانیزو کارونو ته مخه کړي. د هغه په وینا، دې وضعیت یې کورنۍ هم له جدي ستونزو سره مخ کړې او په همدې موده کې یې پنځه کلن زوی په ایران کې تښتول شوی دی؛ هغه پېښه چې د کډوالۍ په موده کې یې د کورنۍ له تر ټولو سختو تجربو وه.

خاموش وايي: «پنځه کاله کېږي چې د خپلې دوسیې د ځواب په تمه یم او په دې موده کې ان ونه توانېدم چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره بیا اړیکه ونیسم. د دوسیې نامعلوم برخلیک موږ له یوه ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي یو او نه پوهېږو چې څه پرېکړه وکړو. په دې موده کې زما لپاره تر ټولو لویه ستونزه په ایران کې زما د پنځه کلن زوی تښتول وو چې د ۱۴۰۵ کال د غويي میاشتې پر ۱۵مه وتښتول شو. زوی مې ۱۵ ساعته وروسته په داسې حال کې په یوه ویجاړه ودانۍ کې وموندل شو چې پر بدن یې د وهلو ټکولو نښې وې. هغه د دې پېښې له امله د کوپړۍ له ماتېدو، په مغزو کې له وینې بهېدو او د یوې سترګې له سخت زیان سره مخ شو او څه باندې یوه اوونۍ په روغتون کې بستر و. په ډېرې سختۍ وژغورل شو او اوس هم تر درملنې لاندې دی. دې پېښې زما د کورنۍ په ځانګړې توګه زما د مېرمنې، ستونزې او رواني فشارونه لا زیات کړي دي.»

په ایران کې د جلاوطنه افغان خبریالانو د مسوول امید پویا د خبریالانو د کډوالۍ د دوسیو د څېړنې د بهیر پر ټکني بهیر او د روښانه پایلې پر نشتوالي نیوکه کوي. هغه وايي، ډېری خبریالانو په ایران کې د خپلې کډوالۍ او پناه غوښتنې دوسیې څلور یا پنځه کاله وړاندې ثبت کړې دي، خو تر اوسه یې د خپلو دوسیو د برخلیک په تړاو روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

پویا زیاتوي چې د ملګرو ملتونو دفتر ته د خبریالانو پرله‌پسې مراجعه هم کومه مشخصه پایله نه لري او هغوی لا هم په نامعلوم حالت کې دي. د هغه په وینا، د دوسیو د څېړنې د بهیر د اوږدېدو، د بې‌کارۍ، نامعلوم راتلونکي، رواني فشارونو او د ایستلو اندېښنې په ایران کې د خبریالانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

پویا وايي: «څلور یا پنځه کاله انتظار لږ وخت نه دی. موږ څو ځله د دوسیو د تعقیب لپاره ملګرو ملتونو ته مراجعه کړې، خو هر ځل موږ ته د اړیکې یوه شمېره راکړل شوې او له څو اوونیو انتظار وروسته مو هماغه پخوانی ځواب ترلاسه کړی دی. دې نامعلوم حالت ډېر فرصتونه له موږه اخیستي او پر خبریالانو یې سخت رواني فشار راوستی دی.»

په ایران کې یو بل افغان خبریال نظري وايي چې د کډوالۍ د دوسیو نامعلوم برخلیک او پر بې‌اسناده کډوالو د فشار زیاتېدو د راتلونکي په تړاو د خبریالانو اندېښنې لا ډېرې کړې دي. هغه زیاتوي چې یو شمېر خبریالانو نږدې پنځه کاله کېږي خپلې دوسیې ثبت کړې دي، خو له پرله‌پسې تعقیب سره سره لا هم د دوی د لېږد لپاره مشخص وخت نه دی ټاکل شوی. د نظري په وینا، د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو او د کډوالو د ایستلو د بهیر چټکېدو د هغو خبریالانو وضعیت لا سخت کړی چې د استوګنې معتبر اسناد نه لري.

نظري وايي: «نږدې پنځه کاله کېږي چې د خپلو دوسیو د برخلیک د ټاکلو په تمه یو. د ایران او اسراییلو له جګړې وروسته د خبریالانو اندېښنې زیاتې شوې او د لېږد بهیر هم درېدلی دی. موږ له سفارتونو، په ځانګړي ډول د فرانسې له سفارت سره اړیکه نیولې، خو زموږ د وتلو او لېږد لپاره کوم مشخص وخت نه دی ټاکل شوی. که څه هم په دغه سفارت کې نورې کونسلي چارې روانې دي، خو د افغان کډوالو د دوسیو د څېړنې بهیر درېدلی دی.»

بل خبریال حامد پژمان چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته یې ایران ته پناه وړې، وايي چې د ویزې د اعتبار پای ته رسېدل او د جبري ایستلو احتمال اوس د هغه او کورنۍ لپاره پر اصلي اندېښنې بدل شوی دی. هغه زیاتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو ترڅنګ، څو ځله د استوګنې د ویزې د غځولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي او که د ایران پولیس یې ونیسي، د ایستلو له خطر سره مخ کېدای شي. د پژمان په وینا، افغانستان ته جبري ستنېدل د هغه او کورنۍ لپاره یې د رسنیزو فعالیتونو او د طالبانو د ګواښونو له امله خطرناک دي.

پژمان وايي: «زموږ تر ټولو لویه اندېښنه اوس د ویزې ختمېدل دي. ویزه مو شاوخوا درې یا څلور ځله غځولې ده او له هغې وروسته مو که د ایران پولیس ونیسي، ښايي وایستل شو. که په جبري ډول افغانستان ته ستانه شو، د طالبانو له وېرې زموږ ژوند خوندي نه دی. په دې موده کې یوازینۍ اداره چې له موږ سره یې همکاري کړې، اس اېن جي وه؛ خو د ایران او اسراییلو له جګړې وروسته دا بهیر هم درېدلی او اوس موږ په بشپړ نامعلوم برخلیک کې یو.»

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان خبریالان هم د خپلې کډوالۍ د دوسیو د څېړنې له اوږدېدو شکایت کوي. هغوی وايي چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان وضعیت، په ځانګړي ډول د افغان خبریالانو وضعیت ته د نړۍ د هېوادونو او نړیوالو ادارو پاملرنه کمه شوې ده.

په پاکستان کې یوه افغان خبریاله زهره (مستعار نوم) وايي چې د کډوالۍ د دوسیو د څېړنې په بهیر کې د روڼتیا نشتوالي، هغه او یو شمېر نور خبریالان له کلونو راهیسې په نامعلوم وضعیت کې ساتلي دي. نوموړې زیاتوي چې له پنځه کلن انتظار وروسته یې لا هم د دوسیې برخلیک نه دی روښانه شوی او اوس هم په پاکستان کې له معتبرې ویزې پرته ژوند کوي. د زهرې په وینا، د رسنیزو فعالیتونو او امنیتي وضعیت له امله افغانستان ته بېرته ستنېدل ورته خوندي انتخاب نه دی.

دغه خبریاله وايي: «د یوې جلاوطنه خبریالې او یوازې ښځې په توګه له لا ډېرو محدودیتونو او زیانونو سره مخ یم. د مسوولو ادارو او نړیوالو سازمانونو له لوري د مشخص ملاتړ نشتوالي او په پاکستان کې د خبریالانو پر وړاندې پراخې بې‌پامۍ دې ته اړه کړې یم چې داسې احساس وکړم زموږ غږ نه اورېدل کېږي.»

د پخواني حکومت له سقوط وروسته، یو شمېر خبریالان د امنیتي ګواښونو او د راتلونکي په تړاو د اندېښنو له امله اړ شول چې هېواد پرېږدي او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي. ځینو یې د درېیمو هېوادونو له ویزو سره افغانستان پرېښود او د خپلو مطلوبو هېوادونو ته ولاړل، خو یو شمېر نور لا هم په ایران او پاکستان کې د خپلې کډوالۍ د دوسیو د برخلیک د ټاکلو په تمه دي.

له دې سره هممهاله، ایران او پاکستان افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی؛ هغه بهیر چې د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو سازمانونو له غبرګون سره مخ شوی دی. دغو بنسټونو څو ځله له تهران او اسلام‌اباده غوښتي چې د کډوالو له جبري ایستلو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو له ایستلو ډډه وکړي چې د بېرته ستنېدو په صورت کې له امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي.

د ایران د چارواکو د وړاندې کړو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي. له بلې خوا، طالبانو ویلي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه له ۳۰۰ زرو ډېرې کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې یا ایستل شوې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791916420]
په ننګرهار کې پر یو کور د تندر لوېدو پېښه؛ دوه کسان ټپيان شوي
خبرونه

په ننګرهار کې پر یو کور د تندر لوېدو پېښه؛ دوه کسان ټپيان شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791914054]
په کونړ کې د سېلابونو له کبله درې کسان ټپيان شوي
خبرونه

په کونړ کې د سېلابونو له کبله درې کسان ټپيان شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791911542]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.