موسیقي د افغان ښځو د بېلابېلو نسلونو د ژوند او خاطرو یوه برخه پاتې شوې ده؛ له کورنیو محفلونو او ښځینه مېلمستیاوو نیولې، تر هغو بنډارونو پورې چې ښځې او نجونې به سره راټولېدې، سندرې به یې ویلې او موسیقي به یې غږوله. په ډېرو دغو محفلونو کې موسیقي تر ډېره د خوښۍ او ساعتېرۍ لپاره وه او ښځو به د چمبې، تبلې او هارمونیې په څېرد موسیقۍ له الاتو کار اخیست. ځوانو نجونو هم په دوستانه بنډارونو کې دخپلې خوښې موسیقۍ اورېدلې او په خپل ډول یې له موسیقۍ سره اړیکه ساتله. سره له دې چې په بېلابېلو دورو کې ټولنیز او کورني محدودیتونه وو، خو موسیقي توانېدلې وه چې د افغان ښځو او کورنیو په ژوند کې خپل ځای وساتي.
صنم د هغې کورنۍ کیسه کوي چې موسیقي پکې اوږده مخینه لري. د هغې مور هغه مهال چې لا ځوانه نجلۍ وه، له موسیقۍ سره مینه لرله، بېلابېلې نغمې یې غږولې او د پام غلطولو لپاره یې سندرې ویلې. ان هغې د خپل غږ یوه ثبت شوی کسټ هم درلود او له موسیقۍ سره به یې سندرې ویلې.
صنم وايي، تل یې فکر کړی چې که ټولنیز او کورني شرایط بل ډول وای، مور یې ښايي یوه سندرغاړې شوې وای؛ خو د کورنۍ دودونه او ټولنیز محدودیتونه د دې لامل شول چې دغه مینه یې یوازې د ذوق او ساعتېرۍ تر کچې پاتې شي.
هغه مینه چې له موره لور ته ورسېده
سره له دې، موسیقي هېڅکله د صنم د مور له ژونده نه وه ورکه شوې. هغې له هغه وخته چې لوڼې یې کوچنۍ وې، په کور کې به یې موسیقي غږوله او سندرې به یې ویلې، او په دوستانه غونډو او ښځینه محفلونو کې به یې هم موسیقي اجرا کوله. صنم وايي، د هغې یوه هیله دا وه چې مور یې یوه هارمونیه ولري؛ له همدې امله کله چې هغه او خویندې یې لویې شوې، پیسې یې سره راټولې کړې او خپلې مور ته یې یوه هارمونیه واخیسته. د موسیقۍ دغه اله د صنم لپاره یوازې د موسیقۍ وسیله نه وه، بلکې د کورنۍ د خاطرو او هغې مینې یوه برخه وه چې له مور څخه لوڼو ته رسېدلې وه.
د صنم په وینا، پخوا هغه ښځې چې له موسیقۍ سره یې مینه لرله، کله ناکله به یې په مېلمستیاوو او ښځینه محفلونو کې یوه ورځ ټاکله او سره راټولېدې. مشرې ښځې تر ډېره دودیزې او پخوانۍ موسیقۍ ته لېوالې وې او ځوانو نجونو به نوې موسیقي اورېدله. په دا ډول بنډارونو کې به ښځو به سندرې ویلې، موسیقي به یې غږوله او د څو ساعتونو لپاره به یې له ورځني ژونده واټن اخیسته. دغه محفلونه ښيي چې موسیقي څنګه د کورنیو او ټولنیزو اړیکو ترڅنګ د افغان ښځو د ژوند یوه برخه جوړوله.
محدودیتونه؛ له پخوا تر نن پورې
صنم وايي، د موسیقۍ د مینهوالو ښځو لپاره محدودیت نوې ښکارنده نه ده. په تېرو وختونو کې هم دودیزو کورنیو او ټولنیزو شرایطو ډېرو ښځو ته اجازه نه ورکوله چې موسیقي په مسلکي توګه تعقیب کړي؛ خو په کورنیو او ښځینه محفلونو کې د سندرو ویلو او موسیقۍ غږولو فرصتونه موجود وو. نجونې، توړۍ ګانې، د تره او ماما لوڼې او د کورنۍ نور غړي به کله ناکله ماښام یا د شپې سره راټولیدلې او په چمبې، تبلې، هارمونیې او نورو سازونو سره به یې موسیقي غږوله.
د صنم په باور، د نن ورځې مهم توپیر دا دی چې په تېرو پنځو کلونو کې محدودیتونه پراخ شوي او موسیقي تر پخوا ډېره تر فشار لاندې راغلې ده. د هغې لا هم د خپل کور ترڅنګ د دودیزې موسیقۍ هغه ځای په یاد دی چې نجونې به هلته د موسیقۍ د زدهکړې لپاره تللې او کله چې به له هغه ځایه تېریدې، د موسیقۍ او سندرو غږونه به یې اورېدل.
د صنم په وینا، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې لا هم دغه غږونه اورېدل کېدل، خو ورو ورو شرایط بدل شول او محدودیتونه زیات شول. په پای کې د دغه ځای فعالیت هم ودرول شو او یو له هغو ځایونو له منځه ولاړ چې نجونو کولای شوې موسیقي پکې زده کړي.
پنځه کاله د طالبانو تر واک لاندې
اوس چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله تېر شوي، د ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې محدودیتونه زیات شوي او موسیقي هم له دې وضعیته مستثنا نه ده. په دې موده کې د موسیقۍ فعالیتونه محدود شوي، د نجونو لپاره د زدهکړې فرصتونه کم شوي او په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ د وسایلو د راټولولو او سوځولو راپورونه خپاره شوي دي. په پایله کې، له موسیقۍ سره د ډېرو ښځو اړیکه هم بدله شوې ده؛ هغه څه چې پخوا به په ښځینه محفلونو او کورنیو کې یوه عادي موضوع وه، اوس په ځینو مواردو کې له اندېښنې او وېرې سره یو ځای وي.
دغه بدلون د حدیثې په تجربه کې هم لیدل کېږي. کله چې طالبانو د کور په کور پلټنې پیل کړې، د هغې کورنۍ په کور کې یوه ګیتار درلود او اندېښمن وو چې که دغه اله پیدا شي، ښايي امنیتي ستونزې ورته جوړې شي.
حدیثه وايي، په لومړي سر کې یې پرېکړه کړې وه چې ګیتار له منځه یوسي، خو ورور یې چې له دغه ساز سره ډېره مینه لرله، مخه یې ونیوله. په پای کې حدیثې په ډېرو ستونزو ګیتار پټ کړ. د هغې لپاره، هغه کورنۍ چې پخوا یې کولای شول په کور کې ساز د موسیقۍ او ساعتېرۍ د یوې وسیلې په توګه وساتي، اوس د هماغه ساز ساتل ورته د اندېښنې موضوع ګرځېدلې وه.
هغه سازونه چې وسوځول شول
په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د موسیقۍ د وسایلو د سوځولو راپورونه هم خپاره شوي دي. د هغو معلوماتو له مخې چې په دې موده کې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاستونو په خوست، هرات او پروان کې د موسیقۍ د وسایلو د سوځولو خبر ورکړی او په بدخشان، نیمروز، زابل، میدان وردګ، لوګر او ننګرهار کې هم د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي دي. د ۱۴۰۵ کال په پسرلي کې په خوست کې د ۸۲۹ موسیقي وسایلو د سوځولو خبر ورکړل شوی و او د ۱۴۰۴ کال په ژمي کې هم په پروان او لغمان کې د څه باندې ۵۰۰ موسیقي وسایلو د سوځولو راپورونه خپاره شوي وو.
دغه اقدامات د افغانستان د ځوانانو ارکسټر او د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټيټیوټ له غبرګون سره مخ شوي دي. دغو دوو بنسټونو په یوه اعلامیه کې د موسیقۍ د وسایلو سوځول غندلي او هغه یې د افغانستان د خلکو د کلتور او هنري میراث پر وړاندې اقدام بللی دی. د دوی په وینا، موسیقي د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د خلکو د ټولنیز او کلتوري ژوند یوه برخه پاتې شوې ده. له همدې امله، په تېرو پنځو کلونو کې پر موسیقۍ فشار یوازې د هغې د اجرا محدودولو پورې نه دی محدود شوی، بلکې په ځینو مواردو کې خپله د موسیقۍ وسایل هم په نښه شوي دي.
د پوهنتون له بندېدو وروسته د موسیقۍ زدهکړه
د مریم لپاره د شرایطو بدلون یوازې پر موسیقۍ اغېز نه دی کړی، بلکې د زدهکړې تګلوری یې هم بدل کړی دی.د پوهنتونونو له تړل کېدو او د نجونو د زدهکړو له درېدو وروسته، هغې د دې لپاره چې لا هم څه زده کړي، په انلاین بڼه د ګیتار زدهکړه پیل کړه.خو کله چې استاد پوه شو چې مریم افغانه نجلۍ ده او د هېواد له وضعیته خبر شو، وېره یې پیدا کړه او نور یې ورته ځواب ورنه کړ.سره له دې، مریم موسیقي پرېنښوده؛ ځکه د ګیتار زدهکړه ورته یوه لاره وه چې په داسې شرایطو کې چې ډېرې ښوونیزې لارې پرې تړل شوې وې، لا هم د زدهکړې مسیر ته دوام ورکړي.
مریم وايي، کله چې ګیتار اخلي او غږوي یې، د لنډ وخت لپاره له طالباني فضا، محدودیتونو او بېکارۍ واټن اخلي.موسیقي هغې ته ارام ورکوي او مرسته ورسره کوي چې خپل احساسات بیان کړي.هغه وايي، که یوه ورځ بېرته افغانستان ته ازادي راشي، یو له هغو شیانو چې حتماً غواړي بیا یې زده کړي، موسیقي ده. هغې هیله څرګنده کړې چې یوه ورځ به په افغانستان کې بیا د زدهکړې فرصت پیدا کړي او هغه احساسات چې په دې کلونو کې یې په زړه کې راټول شوي، د موسیقۍ له لارې بیان کړي.
موسیقي په سختو ورځو کې
د صنم لپاره هم په وروستیو کلونو کې موسیقي بله ماناپیدا کړې ده. هغه وايي، کله چې ډېر خپه شي او غواړي د ساعتېرۍ لپاره موسیقي واوري، کله ناکله یوې خونې ته ځي، دروازه بندوي او هڅه کوي ځان له بهرني چاپېریاله جلا کړي.دا په هغې شېبه کې داسې انګېري چې په یوه خوندي او شخصي ځای کې ده؛ داسې ځای چې څوک یې غږ له بهره نه اوري. موسیقي په داسې وختونو کې د هغې لپاره یوازې ساعتېري نه ده، بلکې یو فرصت دی چې څو شېبې له بهرنیو فشارونو واټن واخلي.مریم هم موسیقي د سختو شرایطو د زغملو یوه لاره بولي. د هغې لپاره ګیتار هم د زدهکړې وسیله ده او هم د ارامېدو لاره.
دغه تجربې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې د ډېرو ښوونیزو او ټولنیزو لارو له تړل کېدو وروسته، موسیقي د ځینو نجونو لپاره نوېمانا پیدا کړې ده؛ کله د یوه مهارت په توګه، کله د احساساتو د بیانولو د لارې په توګه او کله هم له ورځنیو فشارونو د لنډمهالې تېښتې د فرصت په توګه.
هغه مینه چې لا هم دوام لري
صنم په دې باور ده چې که یو انسان په رښيتا له کوم څه سره مینه ولري، محدودیتونه یې په بشپړه توګه نه شي ترې جلا کولای.د هغې په وینا، کېدای شي شرایط اجازه ورنه کړي چې څوک د پخوا په څېر په عمومي محفل کې موسیقي وغږوي یا د موسیقۍ په ټولګي کې ګډون وکړي، خو مینه کولای شي په بله بڼه دوام وکړي.د هغې د مور تجربه، د حدیثې پټ ساتل شوی ګیتار او د مریم انلاین زدهکړه، هر یو د همدې دوام بېلګې دي؛ د هغو ښځو درې بېلابېلې کیسې چې له موسیقۍ سره یې اړیکه، د شرایطو له بدلون سره سره، نه ده پرې شوې.
د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د افغان ښځو موسیقي نور د پخوا په څېر په ډېرو محفلونو او عامه ځایونو کې نشته.د کور په کور پلټنې، د سازونو پټول او د موسیقۍ د وسایلو د سوځولو راپورونه، د دغو کلونو یوه برخه ده.خو له بلې خوا، داسې ښځې هم شته چې لا یې هم د خپلې مور هارمونیه په یاد ده، خپل ګیتار یې ساتلی او یا د انټرنېټ له لارې موسیقي زده کوي.د دوی لپاره موسیقي یوازې پام غلطول نه دي؛ بلکې د خاطرو، زدهکړې، ارام او هویت یوه برخه ده.همدا مینه د دې لامل شوې چې له پنځو کلونو محدودیتونو سره سره د افغان ښځو له ژونده د موسیقۍ غږ په بشپړه توګه ورک نه شي.





