۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي چې پر لمریزې برېښنا د ۸۳۳ ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو له سمبالولو وروسته څه باندې ۸۱۲ زره ښځې او نجونې له دې پروژې برخمنې شوې دي.
نوموړي سازمان یکشنبه د تلې پر ۱۹مه د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبر ورکړی چې د دې پروژې له خدماتو څلور زره او ۴۱۰ ښځینې ښوونکې او یو زرو ۶۰۷ ښځينه روغتیايي کارکوونکې برخمنې شوې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په «SESEHA» پروژې کې ۲۰ ښځو ته د لمریزې برېښنا د سیسټمونو روزنه هم ورکړل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ویلي چې د دې پروژې موخه لمریزې انرژۍ ته د لاسرسي پراخول او په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د غوره فرصتونو برابرول دي.





