• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پنځه کاله مبارزه؛ هغه لار چې خپله مې جوړه کړه

نرګس نوري نرګس نوري
۲۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792512248]
Exclusive

Exclusive

هغه ورځ مې ښه په یاد ده. د جغرافیې ازموینه مې لرله. له ازموینې یوه ورځ مخکې، په هماغه کوټه کې چې تل به مې پکې درس وایه، د جغرافیې ازموینې ته مې چمتووالی نیوه. د کتاب هره پاڼه او د فصل د تمرین پوښتنې مې په غور بیاکتلې. په درس بوخته وم چې مور مې کوټې ته راننوته. د خوړو کاسه یې په لاس کې وه او ویې ویل: «نرګس جانې! ته د درسونو له امله سم خواړه هم نه خورې. څو ځله مې درته غږ وکړ، خو د ډوډۍ خوړلو لپاره دسترخوان ته رانغلې. پلار دې وویل چې خواړه دې کوټې ته دروړم.» ومې ویل مور جانې! د ازموینو تر پای ته رسېدو یوازې یوه اوونۍ پاتې ده او سبا هم د جغرافیې ازموینه لرو. هغې په موسکا راته وویل: «ان‌شاءالله، سږ کال به هم اول نومره شې، ځکه ته دومره هڅه کوې.» ورته کړل مې: هو، ان‌شاءالله، مور جانې! ستاسې په دعا. مور مې له کوټې ووتله او زه بېرته پر درس بوخته شوم، بې له دې چې پوه شم سبا به مې ژوند په دوو برخو ووېشل شي؛ له هغې ورځې مخکې او وروسته. له پنځم ټولګي راهیسې تل اول نومره وم. تر ټولو لویه هیله مې دا وه چې ډاکټره شم او په ټولنه کې یوه بریالۍ مشره واوسم.

سبا سهار وختي له خوبه پاڅېدم. له چای وروسته مې خپل توکي چمتو کړل او د ښوونځي پر لور روانه شوم. په لار کې مې ډېرې نجونې لیدلې چې په مینه د ازموینې لپاره ښوونځي ته روانې وې. د دې صحنې لیدل راته خوند راکړ. کتاب مې په لاس کې و او د خپلو درسونو په اړه مې فکر کاوه. همداسې روانه وم، څو د ښوونځي انګړ ته ورسېدم. خو پر هغې ورځ د ښوونځي فضا بیخي بدله وه. د ټولو له څېرو وېره ښکارېده. کله چې ټولګي ته ننوتم، ومې لیدل چې ټولګیوالو مې یو بل په غېږ کې نیولې او ژاړي. له هر چا مې پوښتل: «څه شوي؟» خو ټولو یوازې یو ځواب راکاوه: «نور موږ ته د زده‌کړو اجازه نه راکول کېږي. ویل شوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې نور تر امرثاني پورې ښوونځي ته د تګ حق نه لري.»

د دې خبرې په اورېدو مې ټول وجود ولړزېد او د اوښکې مې نه تم کېدې. خپلو کتابونو، ټولګي او د ټولګیوالو څېرو ته مې وکتل او له ځان سره مې وویل: «هغه هیلې چې کلونه مو ورته هڅې وکړې، ایا رښتیا هم په ناڅاپي پرېکړې پای ته ورسېدې؟» پر هغې ورځ د محرومیت له هماغه احساس سره کور ته راستنه شوم، بې له دې چې د جغرافیې ازموینه هم ورکړم. کله چې کور ته ورسېدم، خپلې کوټې ته مې منډه کړه، د ښوونځي وسایل مې د کوټې په یوه ګوټ کې کېښودل، کېناستم او د خپلې راتلونکې په اړه مې فکر وکړ. له دې وروسته به له کومو ستونزو سره مخ شم؟ ایا همداسې ودرېږم؟ ایا له خپلو موخو او هیلو لاس واخلم؟ له دې وروسته به مې لار څنګه وي؟ ایا په کور کېنم؟ د راتلونکې په اړه زرګونو وېرو او اندېښنو ورځ تر بلې اندېښمنولم.

له هغې ورځې وروسته داسې ورځ نه وه چې له بد خبر پرته تېره شي. هره ورځ به مې په خبرونو کې اورېدل چې ډېرې نجونې او ښځې په بېلابېلو پلمو، ښوونیزو مرکزونو ته له تګه نیولې په واټونو کې تر ګرځېدو پورې، له محدودیتونو او وېرې سره مخ کېږي. ورځ تر بلې د کور په څلورو دېوالونو کې ایساریدم. کورنۍ مې هم د سختې اندېښنې له امله اجازه نه راکوله چې ښوونیز مرکز ته لاړه شم. زه خپله هم وېرېدم؛ که کورس ته لاړه شم، بېرته به کور ته راستنه شم که نه؟ وېره مو ژوند ته دومره رانږدې شوې وه چې ان د زده‌کړو لپاره تګ هم نور عادي چاره نه وه.

یوه شپه له خپلې کورنۍ سره پر دسترخوان ناسته وم چې د ورور موبایل ته مې زنګ راغی. له څو دقیقو خبرو وروسته یې په اندېښمنه څېره راته وکتل او له ځایه پورته شو. ټول اندېښمن شو. په زړه کې مې یو ډېر بد احساس پیدا شوی و. ورور مې بېرته راغی، ماته یې وکتل او ویې ویل: «ګرانې خورې، تسلیت دې وي! طالبانو ستا ملګرې شریفه وژلې او له بده مرغه، جسد یې هم په روغتون کې دی. یوه ګاونډي زنګ وهلی و او خبر یې راکړ.» هغه شپه راته هر څه تیاره شول. له ځان سره مې فکر کاوه چې د شریفې ګناه څه وه؟ هغې یوازې غوښتل زده‌کړې وکړي. هغه شپه د نورو شپو پرتله ډېره اوږده وه. خوب مې له سترګو تښتېدلی و او تر سهاره مې په ژړا تېره کړه.

په هغو ورځو کې هر څه لاسونه ورکړي و څو ما له پښو وغورځوي؛ داسې لکه هر څه چې زما د دوام مخالفت کوي. یوه ورځ مې له ځان سره ښه فکر وکړ. د ښوونځي دروازې تړل شوې وې، کورس ته تګ هم ښايي د ژوند په بیه مې تمام شوی وای او اوس د کور په څلورو دېوالونو کې ایساره پاتې شوې وم. له ځان سره مې وویل: «نرګس جانې! تا د ډاکټرې کېدو ارمان درلود. تا غوښتل چې یوه پیاوړې مشره شې. یوه مشره باید ان په سختو ورځو کې هم د ځان او خپلو خپلوانو لپاره مقاومت وکړي. که نن نه شم کولی چې شرایط بدل کړم، لږ تر لږه کولی شم چې ونه درېږم.» هماغه ورځ مې له ځان سره ژمنه وکړه چې خپله لار روانه وساتم؛ د خپلې راتلونکې لپاره، د هغو زرګونو نجونو لپاره چې له زده‌کړو محرومې دي او په ځانګړې توګه د شریفې لپاره چې یوازې د زده‌کړو په جرم یې ژوند له لاسه ورکړ، پیاوړې واوسم او دوام ورکړم.

هماغې کوټې ته لاړم چې له ډېرې مودې راهیسې د درس ویلو لپاره نه وم ورغلې؛ ځکه هر وار به چې مې د کوټې دروازه لیدله، ان ورنږدې کېدم به، هغه ورځ به رایادېده چې پوه شوم نور ښوونځي ته نه شم تللی. هر څه لا هم پر خپل ځای و؛ کتابونه، ورځني یادښتونه او د درسونو مهالوېش چې مخکې به مې یې له مخې درس وایه. د کتابونو المارۍ ته ورنږدې شوم، ټول کتابونه مې منظم کړل او د نوي درسي پلان له مخې مې مهالوېش بیا ولیکه. هغه ورځ مې عجیب احساس درلود؛ زړه مې هم خپه و او هم خوشحاله، ځکه چې له سره مې پیل کړی و. پوه شوم چې که د ښوونځي دروازه راباندې تړل شوې، د زده‌کړې دروازه به نه پرېږدم چې بنده شي.

له هغې ورځې وروسته به مې کتابونه لوستل او مهم مطالب مې یادښت کول. د یوولسم ټولګي هغه درسي کتابونه مې پیدا کړل چې د خور له تېر ټولګي پاتې و او هره ورځ به مې دوه مضمونونه لوستل. ښه احساس مې درلود؛ په خپل کور کې مې د ځان لپاره ښوونځی جوړ کړی و او نور چا راته نه شوای ویلی چې د زده‌کړو حق نه لرې. د درسونو ترڅنګ مې هڅه کوله چې په دې سختو شرایطو کې د خپلې کورنۍ، په ځانګړې توګه د پلار او مور ترڅنګ واوسم. د غرمې له مخې به مې ګل‌دوزي کوله او له غرمې وروسته به مې درس وایه. د ګل‌دوزۍ له لارې مې چې کومې پیسې ګټلې، خپلې اړتیاوې به مې پرې پوره کولې. تل مې غوښتل پر خپلو پښو ودرېږم. وروسته پوه شوم چې ښايي د رهبرۍ پیل مې هم له هماغه ځایه شوی و؛ د کور له یوه کوچني کونجه.

دوه کاله تېر شول او هره ورځ مې لا ډېره هڅه کوله څو د زده‌کړو لار پراخه او له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې پیاوړې کړم. پرېکړه مې وکړه چې انلاین زده‌کړې پیل کړم. دا پرېکړه مې له ډېرې مودې راهیسې په پلانونو کې وه، خو د انلاین درسونو د پیل لپاره مې موبایل ته اړتیا لرله. شاوخوا یو نیم کال مې ګنډل او ګل‌دوزي وکړه، څو وتوانېدم په خپلو پیسو یو موبایل واخلم. کله مې چې موبایل واخیست، ډېره خوشحاله وم؛ ځکه داسې احساس مې کاوه چې یوه نوې دروازه راته پرانیستل شوې ده. په پایله کې مې انلاین زده‌کړې پیل کړې او د زده‌کړو لار مې ورځ تر بلې غوړېده. د افغانستان او نړۍ د بېلابېلو سیمو له ډېرو نجونو سره په اړیکه کې شوم او له هغوی مې نوي درسي مواد ترلاسه کول.

د درس ویلو ترڅنګ به چې کله د شپې نور ویده کېدل، لیکل به مې کول؛ داسې متنونه او کیسې مې لیکلې چې زما او د نورو نجونو د تجربو په اړه وې. ورو ورو له څو خپرونو سره په اړیکه کې شوم او هغوی راته ویل چې خپلې کیسې ورولېږم. کله به مې چې لیکنې خپرې شوې، راته ویل کېدل چې دا روایتونه د هغې ټولنې له واقعي ژونده سرچینه اخلي چې نجونې یې په محدودیتونو کې ژوند کوي. همدغو هڅونو وهڅولم چې د لیکوالۍ لار روانه وساتم. هره شپه به مې چې یوه لیکنه خپره شوه، په خوشحالۍ به مې خبر له مور سره شریکاوه. مور مې تل هڅولم چې د زده‌کړو او لیکلو لار روانه وساتم.

ورو ورو مې له کوره بهر په پټه کارونه پیل کړل. کور ته نږدې په یوه کورس کې مې زده‌کوونکو ته وړیا د انګلیسي ژبې درس ورکاوه. پر نجونو محدودیتونه ډېر و او ګڼې نجونې به په پټه کورس ته راتلې. هره ورځ به د زده‌کوونکو شمېر زیاتېده، تر دې چې د انګلیسي ژبې دوه ټولګي مې جوړ کړل. څه موده مې وړیا تدریس وکړ، تر دې چې استادې راته وویل: «نرګس جانې! ستا د هڅو او زحمتونو په بدل کې مو پرېکړه کړې چې هره میاشت به درته فیس درکوو.» ډېره خوشحاله شوم؛ ځکه د زده‌کړو او تدریس ترڅنګ مې کولی شوای د خپلو هڅو له لارې عاید هم ترلاسه کړم او د دغو پیسو لپاره مې ځانګړې موخه لرله: غوښتل مې هغو ښځو او نجونو ته هم د زده‌کړو زمینه برابره کړم چې د علم تږې وې.

څه موده وروسته مې له خپلو پنځو خورلڼو سره یوځای د «اوج پرواز» په نوم ډله جوړه کړه. په یوې هیلې مو کار پیل کړ: هغو نجونو ته د زده‌کړې لاره چاره برابرول چې زموږ په څېر له درسه بې‌برخې پاتې شوې وې. په پیل کې مو له کورونو کار پیل کړ. هرې یوې خپلې مور ته لیک لوست ورزده کړ. یوه ورځ، کله چې مې مور وتوانېده خپل نوم ولیکي او کتاب ولولي، داسې یوه جمله یې راته وویله چې لا یې هم په ویاړ یادوم: «لورې! د لوستلو او لیکلو په زده‌ کولو داسې احساس کوم لکه سترګې مې چې پرانیستل شوې وي. داسې انګېرل کېږي چې تر زده‌کړو مخکې مې لید نه لاره، خو اوس هر څه سم لیدلی شم او د ژوند په مانا پوهېدای شم.» هغه جمله راته یوازې یوه جمله نه وه؛ پوه شوم چې کله کله یو قلم او کتابچه کولی شي د یو انسان ژوند بدل کړي.

وروسته مو پرېکړه وکړه چې د خپلې سیمې په جومات کې د ښځو لپاره ځانګړی ټولګی جوړ کړو. په پیل کې ان تخته او تباشیر هم نه و. ما د تدریس له لارې چې کومې پیسې ترلاسه کولې، له هغو پیسو به مې میندو او نجونو ته قلمونه او کتابچې اخیستې. ورو ورو وتوانېدم یوه تخته هم برابره کړم. نن چې تېرو پنځو کالو ته ګورم، وینم چې یوازې په انتظار کې تېر نه شول. د ښوونځيو بېرته پرانېستلو لپاره مې انتظار هم کولی شوای، خو په دې موده کې مې هڅه وکړه له هماغو لږو امکاناتو د زده‌کړو د دوام لپاره یوه لار جوړه کړم. نن مې نه یوازې د زده‌کړو لار روانه ده، بلکې ډېرو ښځو او نجونو هم د زده‌کړو فرصت موندلی او ما هم ترې ډېر څه زده کړي دي.

پنځه کاله اسانه تېر نه شول؛ له محرومیت، وېرې، تاوتریخوالي، د انټرنېټ له نشتوالي او کله کله د ټولنې له هغو خبرو سره مخ وم چې منل یې راته ډېر سخت و. خو هر وار به چې ستړې شوم، د هغې نجلۍ په اړه به مې فکر کاوه چې یوه ورځ به په شوق ښوونځي ته روانه وه او د ډاکټرې کېدو ارمان یې درلود. لا هم خپلو ټولو موخو ته نه یم رسېدلې. ښايي لا اوږده لار په مخکې ولرم، خو له خپلو موخو مې لاس نه دی اخیستی. ښايي ونه توانېدم چې هر څه بدل کړم، خو دومره مې وکړای شوای چې د نه تمېدو پرېکړه وکړم.

په دغو پنځو کالو کې مې د قلم، کتاب او زده‌کړو له لارې د ناپوهۍ او بې‌عدالتۍ پر وړاندې مقاومت کړی دی. که نن د ښوونځیو دروازې تړلې دي، د زده‌کړو نورې دروازې مو موندلې دي. ښايي هغه لار چې ما غوره کړې، اوږده وي، خو نور یې له اوږدوالي نه وېرېږم؛ ځکه په دغو کلونو کې مې زده کړل چې مقاومت تل له لویو کارونو نه پیلېږي. کله کله مقاومت په یوې کوچنۍ کوټه کې له یوې نجلۍ پیلېږي؛ د یوه کتاب له بیا پرانیستلو، د یوه درسي پلان له لیکلو، په خپلو لاسونو په ګټلو پیسو، د یوه قلم له اخیستلو او بل ته له ښوونې پیلېږي. لا هم پر خپله لار روانه یم، لا هم ارمانونه لرم او لا غواړم دوام ورکړم؛ تر هغې چې هېڅ نجلۍ د یوه کتاب د پرانیستلو لپاره ونه وېرېږي او هېڅ مور د زده‌کړو، لوستلو او لیکلو لپاره مجبوره نه شي چې د چا اجازې ته انتظار وکړي. ښايي لار اوږده وي، خو نور له اوږدو لارو نه وېرېږم؛ ځکه زده کړي مې دي چې دوام خپله بریا ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف په افغانستان کې څه باندې زرو تنکیو ځوانانو ته د مهارتونو د ښوونې فرصتونه برابروي
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې څه باندې زرو تنکیو ځوانانو ته د مهارتونو د ښوونې فرصتونه برابروي

۲۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792511441]
روغتیا نړیوال سازمان: بې‌ثباتۍ په افغانستان کې زېړی پر پټ ګواښ بدل کړی
ټولنه

د روغتیا نړیوال سازمان: ښځینه روغتیايي کارکوونکې روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی اسانه کوي

۲۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792507835]
خبرونه

د کندهار اوسېدونکي پر ورځني ژوند د طالبانو له تعقیب او څارنې شکایت لري

۲۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792504327]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.