ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې «د امریکا لویوالی بېرته راګرځوو» په شعار یو وار بیا واک ته ورسېد. نوموړي په خپل ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې وه چې نه ختمېدونکې جګړې به پای ته رسوي، د ژوند لګښتونه به کموي او د امریکا د حکومت پام به بېرته د دغه هېواد کورنیو مسایلو ته اړوي.
خو له څه کم دوو کالو وروسته، له ایران سره د امریکا جګړې دا ژمنې له پوښتنو سره مخ کړې دي. دغې جګړې د پوځي لګښتونو ترڅنګ اقتصادي پایلې هم لرلې: له هرمز تنګي د تېلو په لېږد کې ګډوډي او د انرژۍ د نړیوالو بیو لوړېدو، د سونتوکو بازار اغېزمن کړی او د ژوند لوړ لګښت یې یو وار بیا د امریکا په سیاسي بحثونو کې تود کړی دی.
هغه جګړه چې د امریکا له پولو بهر روانه وه، د دغه هېواد د وګړو له ورځني ژوند سره تړلې مساله ګرځېدلې ده. د یوې برخې رایهورکوونکو لپاره چې د بهرنیو جګړو د پای ته رسولو او د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په ژمنو یې ټرمپ ته رایه ورکړې، د ټاکنیزو شعارونو او د حکومت د عملي کړنو ترمنځ ورته واټن ورځ تر بلې ارزښت موندلی دی.
د رایه ورکوونکو ترمنځ ځوانانو ځانګړی ځای لرلی؛ هغه نسل چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې د سیاسي تمایلاتو د بدلون نښې څرګندې او اوس یې د حکومت کړنې له تمو سره پرتله کړې.
له ټرمپ څخه په ملاتړ کې د ځوانو رایه ورکوونکو شکونه
د رویټرز راپور چې د نیوهمپشایر ایالت په «سنت انسلم» کالج کې یې له څو نارینه محصلانو سره د خبرو پر بنسټ چمتو کړی، د هغو ځوانانو د لیدلوري د بدلون یوه بېلګه وړاندې کوي چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې ټرمپ ته رایه ورکړې وه. له ټاکنو دوه کاله وروسته، د دغو محصلانو ځینو یې د پخوا په څېر په ډاډه له ولسمشره ملاتړ نه کاوه.
د هغوی په خبرو کې د اقتصادي راتلونکې، د زدهکړو د پورونو او د کور د پېرلو د ستونزو په اړه اندېښنې، د حکومت پر ځینو تګلارو په ځانګړې توګه له کډوالو سره د چلند پر څرنګوالي، له نیوکو سره ملې وې. بیا یې هم دریځونه یو شان نه و؛ ځینو لا هم له ټرمپ څخه ملاتړ کاوه او ځینې نور بیا د خپل مخکېني غوراوي په اړه شکمن و.
ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې وتوانېد چې د اقتصادي وضعیت او د واکمن سیاسي جریان د کړنو په اړه د ځوانانو د یوې برخې خپګان په ټاکنیزه پانګه بدل کړي. خو دوه کاله وروسته ورته همدا خپګان، د حکومت د کړنو په غبرګون کې د سیاسي سیالانو په ګټه تمام شو.
له ټرمپ هاخوا؛ هغه نسل چې متفاوتې غوښتنې لري
د ځوان نسل د لیدلوري بدلون یوازې له ټرمپ څخه د ځینو رایهورکوونکو په لرې کېدو نه شي محدودېدای. د ګارډین ورځپاڼې راپور چې له امریکايي ځوانانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې د دغه نسل غوښتنې د یوه ولسمشر او ان د یوه سیاسي ګوند له کړنو پراخې دي.
ځينو ځوانانو ته د حکومت د کډوالۍ پالیسي او له کډوالو سره چلند، برخلیک ټاکونکې مساله ده؛ ځینې نور د امریکا د جګړو او بهرنۍ تګلارې په اړه اندېښمن دي او یوه بله ډله بیا مدني حقونه، اقلیمي بدلون او د ډیموکراسۍ راتلونکې، د دغه هېواد مهم مسایل ګڼي.
د لومړیتوبونو دا توپیر ښيي چې د «زېډ نسل» ځوانان د یوې داسې ډلې په توګه نه شي تعریفېدای چې غوښتنې او اندېښنې یې یو خېل وي. اقتصادي تجربه، ټولنیز موقعیت او سیاسي لیدلوری د دغه نسل پر غوراویو بېلابېل اغېز لرلی شي.
ورته مهال له ټرمپ او جمهوريپالو سره مخالفت پر ډيموکراتانو د باور مانا نه لري. پر حکومت نیوکګر ځوانان د ډیموکرات ګوند له کړنو هم خوشحاله نه دي او باوري دي چې دا ګوند د ژوند لګښتونو، کورونو او کاري راتلونکې په څېر ننګونو ته څرګند ځواب نه دی وړاندې کړی.
له همدې امله بیا اصلي پوښتنه دا نه ده چې څومره ځوانان له ټرمپ څخه لرې شوي؛ بلکې مهمه پوښتنه دا ده چې ایا ډیموکراتان توانېدلي د له منځه تللي باور تشه ډکه کړي؟
د ۲۰۲۶ کال د نومبر د درېیمې نېټې منځمهالو ټاکنو پایلې د امریکايي ځوانانو د سیاسي تمایلاتو نوی انځور وړاندې کړ. د تافټس پوهنتون د مدني مشارکت د څېړنې او معلوماتو مرکز (CIRCLE) د شننې له مخې، له ۱۸ تر ۲۹ کلونو پورې شاوخوا ۶۶ سلنه رایهورکوونکو د استازو جرګې ډیموکراتو نوماندانو ته رایه ورکړې؛ په داسې حال کې چې د جمهوريپالو ونډه ۳۱ سلنه وه. د دواړو ترمنځ دا ۳۵ واحده واټن د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو پرتله پام وړ بدلون څرګندوي.
د دغې پایلې ارزښت یوازې د ډیموکراتانو د ملاتړ په زیاتوالي کې نه دی؛ بلکې د هغو ډلو په سیاسي چلند کې هم د بدلون څرګندونه کوي چې په تېرو ټاکنو کې ټرمپ ته نږدې شوې وې. د CIRCLE د معلوماتو له مخې، له ۳۰ کالو کمعمره نارینه چې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې تر ډېره ټرمپ ته تمایل ښودلی و، د ۲۰۲۶ کال په منځمهالو ټاکنو کې یې د ډیموکراتو نوماندانو ملاتړ وکړ.
له دغو شمېرو دا پایله نه شي ترلاسه کېدای چې ټولو هغو ځوانانو چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ټرمپ ته رایه ورکړې وه، اوس یې ډیموکراتانو ته مخه کړې وي. د ولسمشرۍ او منځمهالو ټاکنو د نوماندانو، د رایېورکوونکو د ګډون کچې او سیاسي شرایطو له پلوه له یو بل سره توپیر لري. دغه راز، دا معلومات تر ډېره د هماغو کسانو د نظر بدلون نه ثابتوي؛ ښايي په هرو ټاکنو چې ځوانانو رایه ورکړې، ترکیب یې هم بدل شوی وي.
بل پلو، اقتصاد او د کارموندنې مسایل دي چې لا هم د دغه نسل مهمې اندېښنې جوړوي. د CIRCLE لومړني معلومات ښيي چې اقتصاد او د کاري بوختیاوو برابرول د ۲۰۲۶ کال په ټاکنو کې د ځوانانو د لومړیتوبونو په سر کې و. دا څرګندوي چې د هغوی سیاسي ټاکنه یوازې د یوه ولسمشر له ملاتړ یا مخالفت سره نه شي توضیح کېدای.
د ډیموکراتانو پر لور د ځوانانو تمایل ښايي د «زېډ نسل» ترمنځ د دغه ګوند د دریځ د بیا پیاوړتیا نښه وي، خو د باثباته باور د بېرته راګرځېدو په اړه د پایلې لپاره لا وختي ده.
ډیموکراتان په منځمهالو ټاکنو کې وتوانېدل چې د ځوانو رایهورکوونکو د یوې لویې برخې ملاتړ خپل کړي، خو دا ملاتړ تر ډېره د هغوی د ټولو پروګرامونو او تګلارو د بشپړ منلو مانا نه لري. ښايي د دغو رایو یوه برخه پر ډیموکراتانو د باور پر ځای، تر ډېره د ټرمپ حکومت د کړنو او له اوسني وضعیته د خپګان په غبرګون کې ورکړل شوې وي.
له بلې خوا، جمهوريپال هم نه شي کولی د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ځوانانو ملاتړ د خپلې راتلونکې لپاره ډاډمن وګڼي. د دوو ټاکنو ترمنځ د ځوانانو په رایو کې پام وړ بدلون ښيي چې هغوی د دواړو ګوندونو له ډلې د هېڅ یوه باثباته رایه ورکوونکي نه دي.





