• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د طالبانو پنځه کاله؛ رسنۍ د سانسور تر تیغ لاندې

ایلیا ایلیا
۲۵ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1786893575]
Pexels

Pexels

پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هممهاله، ځينې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي چې په تېرو پنځو کالو کې لګېدلو محدودیتونو د رسنیزو فعالیتونو چاپېریال خورا تنګ کړی دی. هغوی زیاتوي چې سانسور، اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت، پر نیوکې بندیز او د نیول کېدو وېره، خبریالان ځان‌سانسورۍ ته مجبور کړي او د پېښو ازادانه پوښښ یې له خنډ سره مخ کړی دی.

د هغوی په خبره، له طالبانو وېره او فشار یوازې د کار تر چاپېریاله محدود نه دی، بلکې خبریالان ان په خپلو شخصي ټولنیزو پاڼو کې هم نه شي کولی په ازاد ډول خپل نظر څرګند کړي. دا خبریالان ټینګار کوي چې د دغو محدودیتونو ترڅنګ اقتصادي ستونزو هم ډېر خبریالان اړ کړي چې د شته ستونزو سربېره خپل رسنیز کار ته دوام ورکړي.

دغو خبریالانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په تېرو پنځو کالو کې اطلاعاتو ته لاسرسی او په خپلواکه توګه د راپور ورکولو شونتیا ډېره محدوده شوې ده. هغوی زیاتوي چې ځينې مهال خبریالان اړ دي هغه معلومات خپاره کړي چې طالبان یې غواړي او نه شي کولی پېښو او عیني واقعیتونو ته هماغسې چې رامنځته شوي، پوښښ ورکړي.

د هغوی په خبره، د دغه وضعیت دوام د دې لامل شوی چې ځینې خبریالان داسې احساس کړي چې د طالبانو د خوښې مطالبو په خپرولو «له خپل مسلک او خلکو سره خیانت» کوي. د هغوی په اند، پراخ سانسور، اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت او پر رسنیو فشار په افغانستان کې د معلوماتو بهیر یو اړخیز کړی او د طالبانو د روایت په خدمت کې دی.

حمزه (مستعار نوم) چې خبریال دی وايي: «د جمهوریت پر مهال ښايي عمومي محدودیتونه و؛ د بېلګې په توګه د هغو مطالبو پر برابرولو محدودیت و چې د هېواد له عمومي او ملي ګټو سره به په ټکر کې و. خو اوس په هره برخه کې محدودیت شته؛ ان په ښار کې د یوه ټولنیز راپور لپاره تصویر اخیستل هم محدود دي. د جمهوریت پر مهال د نیوکې امکان په ډېره پراخه کچه و او موږ لیدل چې رسنیو به دا کار کاوه، خو اوس دا شونتیا نږدې صفر شوې ده.»

نوموړی زیاتوي چې محدودیتونه یوازې د رسنیو تر منځپانګې محدود نه دي، بلکې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی هم ستونزمن شوی دی. د حمزه په خبره، په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو ویاندویان د خبریالانو لپاره د رسمي معلوماتو مهمې سرچینې دي.

عبدالله (مستعار نوم) چې یو بل خبریال دی، وايي چې د طالبانو محدودیتونو د رسنیو کاري چاپېریال ورځ تر بلې تنګ کړی او اطلاعاتو ته پر وخت لاسرسی او په خپلواکه توګه د راپور ورکولو شونتیا کمه شوې ده. د نوموړي په وینا، له امنیتي پایلو وېره د دې لامل شوې چې ګڼ خبریالان ډېرو پېښو ته د طالبانو په خوښه پوښښ ورکړي.

عبدالله وايي: «له بده مرغه، رسنۍ ورځ تر بلې محدودېږي. پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی او پر وخت راپور ورکول تر ډېره ناشوني شوي او نږدې هر څه باید په خپله سانسور شوې بڼه کې پوښښ شي. که حقیقتونه خپاره شي، خبریال له ډېرو ستونزو، په ځانګړې توګه له نیول کېدو او بندي کېدو سره مخ کېږي؛ ان اړوندې رسنۍ هم اجازه نه لري چې د خپل کارکوونکي د نیول کېدو یا بندي کېدو خبر خپور کړي.»

د نوموړي په خبره، دغه وضعیت نه یوازې د رسنیو باور زیانمن کړی، بلکې د خبریالانو ترمنځ یې د نیول کېدو او له امنیتي چلند سره د مخامخېدو وېره هم زیاته کړې ده.

شاه‌محمود (مستعار نوم) چې په جمهوریت او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې یې د خبریال په توګه کار کړی او د طالبانو د محدودیتونو له امله اړ شوی چې هېواد پرېږدي، وايي د دغو دوو دورو ترمنځ تر ټولو مهم توپیر د رسنیو د ازادۍ کمېدل او خبریالانو ته د امنیتي اندېښنو زیاتېدل دي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو، د ښځو حقونو، ولسي احتجاجونو او د واکمنو بنسټونو د کړنو په څېر موضوعات عملاً د ممنوعه موضوعاتو په ډله کې راغلي او خبریالان د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره مجبوره دي چې ځان‌سانسوري وکړي.

شاه‌محمود وايي: «په جمهوریت کې له ستونزو، فساد، امنیتي ګواښونو او د ځینو ادارو او بانفوذه کسانو له خوا د فشارونو سربېره، رسنیو نسبي ازادي لرله او خبریالانو کولی شوای د ډېرو موضوعاتو په اړه راپورونه چمتو کړي. خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو پراخ محدودیتونه ولګېدل، سانسور زیات شو او خبریالان اړ شول چې د هر راپور له خپرولو مخکې یې احتمالي امنیتي پایلې په پام کې ونیسي.» نوموړی زیاتوي چې امنیتي فشارونو او د مسلکي فعالیت د احتمالي پایلو په اړه اندېښنې له افغانستانه د هغه د وتلو په پرېکړه کې رول درلود.

دغه خبریال وايي: «له افغانستانه وتل مې انتخاب نه و، بلکې د خپل ژوند د خوندیتوب او د ژوند د دوام لپاره یوه اړتیا وه. د کاري مخینې او هغو راپورونو له مخې چې په تېرو کلونو کې مې چمتو کړي و، احساس مې کاوه چې زما او کورنۍ شخصي امنیت په جدي توګه له ګواښ سره مخ دی. که په افغانستان کې پاتې وای، د خپلواک او مسلکي فعالیت د دوام امکان به راته نه و او د نیول کېدو یا نورو امنیتي پایلو احتمال لوړ و.»

ورته مهال ځينې رسنیز بنسټونه او د رسنیو د ازادۍ مدافعان وايي چې په تېرو پنځو کالو کې په افغانستان کې د بیان ازادي او رسنیز فعالیت له پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی. هغوی زیاتوي چې د خبریالانو پر وړاندې له فشارونو سربېره د رسنیو پر منځپانګې سانسور او کنټرول، د خپلواکو معلوماتو د خپرولو فضا په جدي توګه محدوده کړې ده.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ سازمان (نی) رییس مجیب خلوتګر چې په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، وايي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته رسنیو او بیان ازادۍ د خپلواک فعالیت زمینه له لاسه ورکړې ده. د نوموړي په وینا، ځینې هغه رسنۍ چې ظاهراً له طالبانو خپلواکې فعالیت کوي، په عمل کې د طالبانو له لوري د خپلو پالیسو او فعالیتونو د انعکاس لپاره کارول کېږي.

ښاغلی خلوتګر وايي: «کله چې د رسنیو او د بیان ازادۍ په اړه خبرې کوو، فکر کوم په افغانستان کې دا دواړه اساسي ارزښتونه نور نه شته. له ۲۰۲۱ کال وروسته ازادو رسنیو او د بیان ازادۍ د حضور او فعالیت شونتیا پیدا نه کړه. هغه څه چې د غیرطالب ادارو په نوم یې لرو، ظاهراً د طالبانو تر مدیریت لاندې نه دي؛ خو طالبان له دغو بنسټونو څخه د خپلو تګلارو او فعالیتونو د تبلیغ لپاره کار اخلي. د طالبانو ایډیالوژي او باورونه د رسنیو د ازادۍ په نوم څه نه مني.»

نوموړی زیاتوي چې طالبان ان د رسنیو پر منځپانګې له خپرېدو مخکې او وروسته څار کوي او دغه بهیر، رسنۍ د ټولنې د ډېرو واقعیتونو له پوښښه راګرځولې دي.

د خلوتګر په خبره، طالبان هڅه کوي د رسنیو له لارې دا انځور وړاندې کړي چې ګواکې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرتله بدل شوي؛ خو د هغه په باور، د ټلوېزیونونو او شخصي رسنیو شتون د رسنیو د ازادۍ په مانا نه دی. د نوموړي په اند، طالبان له دغو رسنیو څخه د خپلو فعالیتونو د ښودلو لپاره کار اخلي، په داسې حال کې چې د ټولنې ډېرو مهمو پېښو او ترخو واقعیتونو ته پوښښ نه ورکول کېږي.

خلوتګر وايي: «منځپانګه تر خپرېدو مخکې او ان له خپرېدو وروسته د طالبانو له نظره تېرېږي او دا خپله ښيي چې د بیان ازادۍ خپل ماهیت له لاسه ورکړی دی. ان کله چې کومه ویاله پاکوي، د افغانستان رسنۍ یې ښيي؛ خو کله چې په ځینو ولایتونو کې د وینو ویاله روانه شي، دا رسنۍ یې د پوښښ زړه نه لري. له شاوخوا دوو زرو ښځو څخه چې په رسنیو کې یې کار کاوه، اوس له سلو کمې په رسمي توګه په دې برخه کې بوختې دي او ډېرو خبریالانو هم هېواد پرېښی دی.»

د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې رسنیز فعالیت له پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی. د رسنیو د ازادۍ مدافع بنسټونه وايي چې د رسنیو پر منځپانګې، اطلاعاتو ته د لاسرسي، پر حکومت د نیوکې او د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونو د رسنیو خپلواکي خورا کمزورې کړې ده.

«نی» بنسټ چې په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي د طالبانو د واکمنېدو د پنځم کال په مناسبت ویلي و چې افغانستان د رسنیو او بیان ازادۍ لپاره پر «لوی زندان» بدل شوی دی. نوموړي بنسټ زیاته کړې چې په تېرو پنځو کالو کې په افغانستان کې شپږو خبریالانو ژوند بایللی دی.

د «نی» په خبره، طالبانو د رسنیو د محدودولو لپاره د هېواد په کچه څه باندې ۲۰ فرمانونه او په ولایتونو کې ګڼې لارښوونې صادرې کړې دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان هم په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو په تېرو پنځو کالو کې څه باندې ۲۰ داسې لارښوونې، فرمانونه او مقررات صادر کړي چې د رسنیو فعالیتونه یې په تدریجي ډول سخت محدود کړي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې پر رسنیو او د خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه له پاشلو او شفاهي امرونو د طالبانو پر رسمي تګلارو بدل شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو دی
خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو دی

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791188008]
ایران په اعتراضونو کې د لاس لرلو په تور دوه کسان اعدام کړي
خبرونه

هه‌نګاو: ایران په تېره یوه میاشت کې پنځه افغانان اعدام کړي دي

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791186951]
ملګرو ملتونو د راتلونکو نسلونو لپاره د ښوونکو د ژمنتیا ستاینه وکړه
خبرونه

ملګرو ملتونو د راتلونکو نسلونو لپاره د ښوونکو د ژمنتیا ستاینه وکړه

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791185726]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.