۸صبح، کابل: د ههنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان وايي چې ایران په تېره یوه میاشت کې پنځه افغانان اعدام کړي دي.
دغه سازمان يکشنبه د تلې پر ۱۲مه، په یوه راپور کې ویلي چې ایران د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې په بېلابېلو زندانونو کې د ۶۸ بندیانو د اعدام حکمونه پلي کړي چې د هغوی له ډلې پنځه يې افغانان وو.
د دغه راپور له مخې، افغان بندیان د نشهيي توکو اړوندو جرمونو، قصدي وژنې او جاسوسۍ په تور اعدام شوي دي.
ههنګاو زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په ایران کې ۶۰۴ کسان اعدام شوي دي.
د دغه سازمان په وینا، په سپټمبر میاشت کې د اعدام شویو کسانو په ډله کې لږ تر لږه څلور ښځې هم شاملې وې.





