۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو ویلي چې وچکالي، د اوبو کمښت او سختو موسمي پېښو په افغانستان کې د خلکو پر معیشت، بېځایه کېدو او د سولې او ثبات پر لرليد اغېز کړی دی.
دغه سازمان دوشنبه د تلې پر ۱۳مه، په «اقلیم، ناورین او زړورتیا» پادکاسټ کې ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له سختو زیانمنو هېوادونو دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، د محدودو سرچینو مدیریت، له اقلیمي بدلونونو سره د سمون لارې چارې او سیمهییزه همکاري د دې ناورین د اغېزو د مخنیوي لپاره مهم دي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوي فشارونه له اقتصادي او سیاسي ننګونو سره یوځای د افغانستان پر ټولنو لا ډېر فشار اچولی دی.
دغه سازمان همداراز د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقلیمي امنیت اړوند ګډې ننګونې څېړلې او د پولې پورې غاړو ګواښونو سره د مبارزې لپاره یې د سیمهییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.





