۸صبح، کابل: ځينې زدهکوونکې نجونې له خپلې ناڅرګندې راتلونکې اندېښمنې دي او وايي چې زدهکړه یې بشري حق دی او د ټولو نجونو پر مخ دې د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي.
سرچینو یکشنبه د وري پر ۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په تېرو پنځو کالو کې نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تګه محرومې دي او د دغو ښوونیزو بنسټونو د بېرته پرانېستلو څرک نه دی ورکړل شوی.
د سرچینو په خبره، له زدهکړو اوږدمهاله محرومیت نه یوازې د نجونو تحصیلي راتلونکې له ننګونې سره مخ کړې، بلکې د هغوی پروګرامونه او هیلې یې هم له منځه وړې دي.
ځينې نجونې وايي چې که د نجونو پر زدهکړو بندیز نه وای لګېدلی، اوس به ځينو ښوونځی ختم کړی و او ځينې نورې به له پوهنتونونو څخه د فارغېدو په درشل کې وې.
زدهکوونکې نجونې وايي چې له زدهکړو لرېوالي یې پر رواني وضعیت دروند اغېز کړی دی.
ډېری چې په دې موده کې له خپګان، اضطراب، بې ارزښتوب او پر راتلونکې له ناهیلۍ سره مخ شوې، وايي چې له زدهکړو لرېوالي یې پر ورځني ژوند هم اغېز کړی دی.





