د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د بیا برید ګواښ په فارس خلیج کې د امریکا د متحدو هېوادونو اندېښنې راپارولې دي.
رویټرز دوشنبه د نومبر پر۲مه راپور ورکړی چې دا هېوادونه اندېښنه لري چې که جګړه پیل شي، په خاوره کې به یې د امریکا پوځي اډې د ایران د بریدونو هدف وګرځي.
امریکا په سیمه کې اړین ځواکونه او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي او ښايي په همدې اوونۍ کې پر ایران برید وکړي.
د راپور له مخې، د تېرو نښتو پر مهال د امریکا پر پوځي اډو او په خلیجي هېوادونو کې د انرژۍ پر تاسیساتو د ایران توغندیزو بریدونو د دغو اډو د زیان کچه څرګنده کړې ده.
رویټرز ته څلورو اروپايي چارواکو ویلي چې ښايي د امریکا احتمالي برید د ایران د څېړنو مرکزونو په ګډون د دغه هېواد اټومي تاسیسات په نښه کړي.
یوه اروپايي چارواکي چې د خلیجي هېوادونو له مشرانو سره اړیکې لري، ویلي: «جګړه کېږي او هېڅوک د دې جګړې پلوی نه دی.»
دغه راز، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي خبرداری ورکړی چې ښايي د نښتو نوی پړاو د تېرې جګړې پرتله ډېر خطرناک او ویجاړونکی وي او هېڅ پایله به ترې ترلاسه نه شي.





