۸صبح، نورستان: د نورستان ولایت د وانپ ولسوالۍ په «اشو» سیمه کې د سېلاب راوتلو د یوې کورنۍ د درېیو غړو ژوند اخیستی او مالي زیانونه یې اړولي دي.
په نورستان کې د طالبانو د والي دفتر د سه شنبه در وږي پر ۱۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې سېلاب کې د یوې کورنۍ درې غړي چې دوه ښځې او یو ماشوم پکې شامل دي، مړه شوي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د دغو سېلاب ځپلو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
په همدې حال کې، ځايي سرچینو ۸صبح ته ویلي چې د دې کورنۍ د څلورو نورو غړو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي او د سیمې اوسېدونکي یې د موندلو هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې هم په نورستان کې مرګونو سېلابونو لږ تر لږه د ۳۰ کسانو ژوند واخیست.





