۸صبح، کابل: طالبانو په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سېد حسن مرتضوي له قوله لیکلي چې ایران اجازه نه ورکوي چې په خاوره کې یې څوک د طالبانو پر وړاندې سیاسي فعالیت وکړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون دوشنبه د وري پر ۲۷مه یو خپاره کړي راپور کې د طالبانو د رییسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او سېد حسن ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې تهران هڅه کوي څو د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو «مثبت تعامل» ته لار هواره کړي او د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لاپراخې کړې.
په دې اړه تر اوسه په کابل کې د تهران سفارت څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې ایران په تېرو څه باندې دوو کلونو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري؛ خو لا یې هم د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی نه دی.