لغمان کې د طالبانو ځايي مسوولان وايي، روان ۱۴۰۳ لمریز کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله درې زره ۸۵۷ کورنۍ زیانمنې شوي چې له منځه یې ۱۹ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. په لغمان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست طالب مسوولین وايي، ورښتونو او سیلابونو روان کال زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې او څه باندې دوه زره استوګنیز کورونه یې په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي. دوی وايي، د نړۍ والو مرستندویه ادارو پر مټ یې له زیانمنو سره مرستې کړي، خو زیانمن نیوکه کوي چې طالبانو یې حق حیف او میل کړی او د زیانمنو پر ځای یې پر خپلو نږدې کسانو وېشلی دی.
په لغمان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، روان لمریز کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله درې زره ۸۵۷ کورنۍ زیانمنې شوي چې له جملې یې ۱۹ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي. د دغه ریاست لپاره د طالبانو رئیس عبیدالله الکوزي وویل چې په دغو پېښو کې شااوخوا اته زره جریبه کرنیزه ځمکه او دوه زره ۱۵۳ استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ شوي او زیاتوي چې ټولو زیانمنو ته یې د مرستندویه ادارو پرمټ بشري مرستې هم ور رسولي دي.
نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس سره د یوې مرکې پرمهال ویلي:«د لغمان په مرکز او ټولو ولسوالیو کې روان ۱۴۰۳ کال درې ۸۵۷ کورنۍ زیانمنې شوي چې ۱۹ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله د خلکو اته زره جریبه زراعتي ځمکه تخریب شوې، ۳۵۲ کورونه په پوره ډول وېجاړ شوي او یو زرو ۸۰۰ نور په نیمه بشپړ ډول تخریب شوي. ټولو زیانمنو ته مو د موسساتو او خپل ریاست له لارې کومکونه رسولي.»
خو د لغمان ځايي خلک او زیانمنې شوې کورنۍ بیا طالبان تورنوي، چې پر وخت یې کافي مرستې نه دي ور رسولي، چې له امله یې دوی له جدي ننګونو سره لاس په ګرېوان دي. دوی وايي، د ژمي موسم په رارسېدو د خپلو کورنیو او اولادونو لپاره د سرپناه اسانتیاوې نه لري او نه شي کولای چې پر خپلو امکاناتو خپلو کورنیو ته د سرپناه ستونزه هواره کړي. د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکی او زیانمن له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« سیلاب رانه کور وړی، ټولې کوټې او چهاردېوالي یې راته نړولې، د یوې هفتې د خوراکي شیانو نه بغیر راته نور نه موسساتو او نه هم طالبانو کومک راکړی، سرپناه نه لرم، یوه خېمه یې راکړې وه، هغه هم له کاره لوېدلې، ژمی راغی، بچیانو ته مې سرپناه نه لرم، زما خو وس نه کېږي، چې کوټې آبادې کړي او طالبانو راسره ډېرې وعدې کړي؛ خو یوه یې هم تر اوسه عملي نه کړه.»
زیانمن شوي نیوکه کوي چې طالبانو د زیانمنو په نوم راغلې مرستې هم حیف و میل کړي او د دوی په نوم راغلې مرستې خپلو طالب جنګیالیو او هغوی چې له دې ډلې سره اړیکې ولري ورکول کېږي. په لغمان کې زیانمنې کورنۍ زیاتوي، نه یوازې دا چې دوی ته مرستې نه رسېږي؛ بلکې په دې ولایت کې د طالبانو مسوولین د دوی شکایتونه هم نه اوري. دوی د طالبانو له رژیم غوښتنه کوي، چې د ژمي موسم په را رسېدو دې د زیانمنو شویو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالجبار له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:«زمونږ په نوم کومک د طالبانو عسکر اخلي، څوک چې له دوی سره نږدې اړیکې ولري هغوی ته کومک ورکول کېږي. کومک خو نه راکوي؛ بلکې چې د کومک شکایت ورته وکړو شکایت مو هم نه اوري، خپلې ادارې ته مو حتی نه پرېږدي. وايي مرستې نشته هېڅ هم نه شو درکولی، ژمی دی که زمونږ لپاره نه وي د الله تعالی لحاظ دې وکړي او مونږ سره دې کومک وکړي، سرپناه دې راته برابره کړي، هوا ډېره یخه ده او خپلو پچیانو لپاره د سرپناه امکانات نه لرو.»
زیانمنې کورنۍ په ورته وخت کې پر نړۍ والو مرستندویه ادارو هم نیوکه کوي چې د خپلو مرستو پر وېش څار نه لري چې طالبان د دوی په نوم راغلې مرستې پر خپلو جنګیالیو وېشي. دوی له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې د ژمي موسم په راتګ سره د مرستو د زیاتوالي ترڅنګ د طالبانو پر مرستو وېشوونکو ادارو جدي څار وکړي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی عزیزګل چې روان کال یې د سیلابونو له امله خپل کور نړېدلی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« زما دا غوښتنه ده چې ډبلیو اېف پي ده، که ای او اېم دی، که نورې موسسې دي، باید خپل کومکونه په خپلو متضررینو ته ورسوي، باید کلک نظارت پرې وکړي. دوی د متضررینو په نوم مرستې لېږي، خو په ډېره کمه فیصدۍ متضررینو ته ورسېږي، نور ټول طالبان او د هغوی خپلوان، پلویان او څوک چې ورسره وظیفې لري هغوی ته ورکوي، هسې په متضررینو حسابېږي؛ خو رسېږي نه ورته، باید سم نظارت پرې وکړي؛ ترڅو حق حقدار ته ورسېږي.»
لغمان کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ داسې مهال د سرپناه، خوراکي توکو او کرنیزو ځمکو له تخریبېدو او د طالبانو له لوري د دوی په نوم د راغلیو مرستو له حیف و میل کېدو شکایتونه کوي، چې د ختیځ په دوو نورو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې هم روان کال سلګونه کورنۍ د ورښتونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوي. د طبیعي پېښو له امله د ننګرهار او کونړ زیانمنې شوې کورنۍ هم نیوکې کوي، چې طالبان د دوی په نوم پر راغلیو مرستو خېټې اچوي او د دوی پرځای یې پر هغوی وېشي، چې له دوی سره اړیکې ولري.
باور دا دی، چې د اړمنو او زیانمنو په نوم پر راغلیو مرستو د طالبانو له لوري پر خېټې اچولو له یوه لوري د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې کړي او له بل لوري یې پر مرستندویه ادارو د خلکو باور له منځه تللی.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ والو مرستندویه ادارو هم په ځلونو نیوکه کړې چې د طالبانو ادارې د اړمنو او زیانمنو په نوم راغلې مرستې حیف او میل کوي او پر هغو کورنیو یې وېشي چې له حاکمې ډلې سره ژورې اړیکې او راشه درشه ولري.





