• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ختیځ سېلاب ځپلي: طالبان راسره یوازې ژمنې کوي، د عمل په ډګر کې یې هېڅ مرسته نه ده کړې

۸صبح، ننګرهار ۸صبح، ننګرهار
۲۱ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728733528]
Exclusive

Exclusive

ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ شکایت کوي چې طالبانو ورسره هېڅ راز بېړنۍ او اساسي مرستې نه دي کړي. دوی وايي چې سېلابونو ورته ګڼ درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي؛ خو طالبانو تر اوسه له دوی سره پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی.  زیانمنې کورنۍ له اړوندو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي څو له دوی سره دې د بېړنیو مرستو ترڅنګ د ستونزو د دایمي حل لپاره بنسټیزې مرستې وکړي.

۶۰ کلن میرزا محمد چې د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ د غازي‌اباد سیمې اوسېدونکی دی او شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې سختو ورښتونو او وېجاړونکو سېلابونو یې د کورنۍ د دوو غړیو د ټپي کولو ترڅنګ د هغه استوګنیز کور وېجاړ کړ له ستونزو سره لاس په ګرېوان دی.

دی وايي، په کور کې د خوراکي توکو په ګډون یې د کور ټول شته وسایل تخریب شوي چې له امله یې له ستونزو سره مخ دی او په خبره یې د نږدې دوو اوونیو په تېرېدو لا هم د طالبانو له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې چې د امکاناتو د نشتوالي له امله تر شنه اشمان لاندې ورځې شپې سبا کوي.

نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «سېلابونو کې مې کور ړنګ شو، درې کوټې مې وې هغه ولوېدې، دېوالونه ونړېدل، دوه بچیان مې په کې زخمیان شول، طالبان څو ځل راغلل چې مرستې درسره کېږي، خو دا دی دویمه اوونۍ ده تر اوسه راسره هېڅ مرسته راسره نه ده شوې، سرپناه نه لرو، غټ او واړه تر شنه اسمان لاندې ویده کېږو، د ورځې هم د سیوري ځای نه لرو، ډېرو مشکلاتو سره مخامخ یو، باید مونږ سره عاجل کومکونه وشي.»

سیلاب ځپي دغه راز وايي، چې سیلابونو یې د پاکو اوبو ټولې څاه ګانې تخریب کړي، چې د پاکو اوبو د نشتوالي له امله پر ناروغیو اخته شوي. دوی له طالبانو او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې زیانمنو شویو کورنیو ته دې د پاکو اوبو او روغتیا په برخه کې لازمې مرستې وکړي.

د کوز کونړ ولسوالۍ د غازي‌اباد سیمې اوسېدونکی رحیم الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «سېلابونو یوازې زمونږ کورونه نه دي تخریب کړي؛ زمونږ څاه‌ګانې یې هم خرابې کړي، پاکې اوبه نه لرو، د ویالې اوبه استفاده کوو، د ناپاکو اوبو د استعمال له وجې مو غټان او واړه په اسهال او نورو ناروغیو اخته شوي او باید مونږ ته د پاکو اوبو زمینه برابره شي؛ ځکه په دې کلي کې شااوخوا درې سوه کورنۍ ژوند کوي.»

په همدې حال کې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې هم وروستي سیلاب ځپلي شکایت کوي چې د سېلابونو له امله یې د سر او مال زیان لیدلی، خو په خبره یې د دوو اوونیو په تېرېدو لا هم طالبانو مرستې نه دي ور رسولي. دوی وايي، سیلابونو له سختو ستونزو سره مخ کړي او له نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي چې د لومړنیو مرستو سربېره دې دوی سره د سرپناه په برابرولو کې مرستې وکړي.

د مهترلام ښار د بابا صیب سیمې اوسېدونکی شېر نواب له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «په سیلابونو کې زما یو زوی ټپي شو، کور مې نړېدلی، خوراکي او غیر خوراکي شیان یې راته خراب کړي، ډېر درانه زیانونه یې راته اړولي، تر اوسه راسره هېڅ کومک نه دی شوی؛ زما غوښتنه دا ده، چې موسسات او طالبان باید مونږ سره هم د خوراکي موادو کومک وکړي، هم د کور په جوړولو کې راسره کومک وکړي؛ ځکه مونږ د هېڅ شي وس نه لرو، نه کار روزګار شته او نه مو د کور د ودانولو توان شته.»

۸صبح ورځپاڼې هڅه وکړه چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو د ستونزو او شکایتونو په تړاو په دې ولایتونو کې د طالبانو د اړوندو مسوولینو نظر هم ولري؛ خو له پر لپسط هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

دا په داسې حال کې ده چې له ننګرهار او لغمان وروسته د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې هم د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله یو کس مړ شپږ نور ټپیان شوي او شاوخوا ۹۰ استوګنیز کورونه تخریب او په ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ولاړ کښتونه له منځه تللي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له کبله اغېزمن شوي ماشومان ملاتړ ته اړتیا لري
ټولنه

یونیسف: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له کبله اغېزمن شوي ماشومان ملاتړ ته اړتیا لري

۱۰ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1764593371]
د ملک سلمان بنسټ د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د بېړنۍ سرپناه مرسته کړې
ټولنه

د ملک سلمان بنسټ د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د بېړنۍ سرپناه مرسته کړې

۶ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1764263547]
د هېواد په ختیځ کې زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري
خبرونه

یونیسف: د کونړ، ننګرهار او لغمان زلزله‌ځپلي د ژمي په را رسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760385153]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.