اسپانیايي رسنیو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د «مرګونو او ځپوونکو» سېلابونو په پاېله کې د مړو شمېر ۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
په اسپانیا کې چارواکو شنبه د نومبر پر ۲مه اعلان کړی چې لا هم سلګونه کسان نادرکه دي.
اسپانول ورځپاڼې د دغه هېواد د یو چارواکي له قوله لیکلي چې د ډېرو کسانو مړي تر خټو لاندې دي.
تر اوسه د ورکو شویو کسانو کره شمېر څرګند نه دی.
ورته مهال، ژغورنډلو ویلي چې تر اوسه د پارکینګونو په ګډون ډېرې سیمې لټول شوې نه دي.
د راپور له مخې، ښايي په راوتلو سېلابونو کې د مرګژوبلې شمېرې لوړې شي.
په راپور کې د ژغورنې د یو کارکوونکي له خولې لیکل شوي: «موږ نه پوهېږو چې څومره کسان ورک دي. تصور یې کولای نه شو چې له څه ډول صحنې سره به مخ شو.»
له دې وړاندې اسپانیايي چارواکو د دغې طبیعي پېښې د قربانیانو شمېر څه باندې ۲۰۰ کسان ښودلی و.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ د اسپانیا په ځينو سیمو کې شدید بارانونه وشول او سېلابونه راووتل.





