• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د خوړو پاتې شوني؛ د افغانستان چاپېریال او اقلیم ته پټ ګواښ

ایلیا ایلیا
۲۴ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789462830]

په هېواد کې د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان په ازاده فضا کې د خوړو د کثافاتو د نه مدیریت او غورځولو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی  وايي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مخ دی، په ازاده فضا کې د دغو کثافاتو پاتې کېدل کولای شي د شین کوریزو ګازو د خپرېدل زیات کړي او د اقلیمي ناورین د لا سختېدو لامل شي. د دغو کارپوهانو په وینا، د خوړو کثافات په اکسیجن نه لرونکو چاپېریالونو کې د تجزیې پر مهال میتان ګاز تولیدوي؛ هغه ګاز چې د ځمکې په ګرمېدو کې رول لري. دوی زیاتوي چې د افغانستان په ښارونو کې د کثافاتو د نه بېلولو له امله د خوړو ډېره برخه له نورو کثافاتو سره یو ځای ښخېږي یا اچول کېږي.

دغه کارپوهان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کوي چې د دې بهیر دوام، پر اقلیمي اغېزو سربېره، کولای شي د کثافاتو اندازه، د خاورې او اوبو د سرچینو ککړتیا او د حشراتو او کوڅه‌ډبو حیواناتو شمېر زیات کړي. دوی وايي، له نورو کثافاتو د خوړو د کثافاتو بېلول او د تجزیه کېدونکو موادو پر سرې د هغو بدلول کولای شي د ښخېدونکو کثافاتو اندازه او د شین کوریزو ګازو د خپرېدو کچه راکمه کړي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه کاظم همایون وايي، په ازاده فضا کې د ډوډۍ، ترکاریو، مېوو او نورو خوړو غورځول، د کثافاتو د اندازې پر زیاتولو سربېره، د ښاروالۍ لپاره د کثافاتو مدیریت لا ستونزمنوي. د هغه په وینا، د کثافاتو زیاتوالی د راټولولو لپاره لا ډېرو کارکوونکو او وسایلو ته اړتیا رامنځته کوي او په ښارونو کې د خوړو د کثافاتو راټولېدل هم د حشراتو او کوڅه‌ډبو حیواناتو د زیاتېدو زمینه برابروي.

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه وايي: «د خوړو کثافات له عضوي کثافاتو دي او د تجزیې وړتیا لري. کله چې ډوډۍ، ترکارۍ، مېوې او کچالو په ازاده فضا کې وغورځول شي، لومړی د ښار بڼه خرابوي او د کثافاتو اندازه زیاتوي. د کثافاتو په زیاتېدو سره د ښاروالۍ کار هم ستونزمنېږي او دغه اداره د کثافاتو د راټولولو لپاره ډېرو کارکوونکو او وسایلو ته اړتیا پیدا کوي. له بلې خوا، کله چې د خوړو کثافات د ځمکې په ژورو برخو او په داسې ځایونو کې راټول شي چې اکسیجن پکې نه وي، د تجزیې په بهیر کې میتان ګاز تولیدوي. که دغه ګاز د کثافاتو د ښخولو په ځایونو یا هغو سیمو کې راټول شي چې کثافات د هوارولو لپاره کارول کېږي او کافي څارنه هم ونه شي، د چاودنې خطر رامنځته کولای شي. له همدې امله، په دغو ځایونو کې باید جدي څارنه وشي.»

ښاغلی همایون ټینګار کوي چې د خوړو د کثافاتو راټولېدل یوازې د میتان تر تولید پورې محدود نه دي او د حشراتو زیاتوالی یې بله پایله ده. هغه زیاتوي چې حشرات کولای شي له یوې سیمې بلې ته ولېږدېږي او پر خوړو په کېناستو سره د انسانانو روغتیا په مستقیم او غیرمستقیم ډول اغېزمنه کړي. د هغه په وینا، د خوړو د کثافاتو زیاتوالی په ښاري سیمو کې د کوڅه‌ډبو سپیو او پیشوګانو د زیاتېدو لامل هم کېږي.

د هېواد د چاپېریال ساتنې د دغه کارپوه په اند، د دې ستونزې د کمولو لپاره د هوټلونو، رسټورانټونواو تالارونو له اضافي او د کارولو وړ خوړو څخه د اړمنو کورنیو لپاره ګټه اخیستل کېدای شي؛ هغه طریقه چې د ده په وینا، پخوا هم په کابل کې هم مطرح شوې وه.

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه وايي: «هغه تجربه چې ما د کابل د چاپېریال ساتنې په ریاست کې د کار پر مهال لرله، دا ده چې پخوا هوټلونو او رسټورانټونو ته اجازه نه ورکول کېده چې خپل اضافي خواړه په کثافاتو کې وغورځوي. د پاکو او د کارولو وړ خوړو یوه برخه باید اړمنو کسانو ته ولېږدول شي. دا کار د سرې جوړولو ریاست له لارې ترسره کېده او زموږ طرحه دا وه چې ښاروالۍ له هوټلونو او رسټورانټونو سره قرارداد او همغږي ولري، څو اضافي خواړه راټول او اړمنو کورنیو ته یې ورسوي. که دا ډول پروګرام عملي شي، هم به د خوړو د کثافاتو اندازه راکمه شي او هم د حشراتو، کوڅه‌ډبو سپیو او پیشوګانو د زیاتېدو مخه نیول کېدای شي؛ هغه موضوع چې په کابل ښار کې یو جدي ګواښ دی.»

د چاپېریال ساتنې بل کارپوه سیدمحمد سلیمان وايي، د خوړو اسراف په داسې حال کې دوام لري چې د افغانستان یو شمېر وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. د هغه په وینا، له اړتیا د ډېرو خواړو برابرول او بیا یې غورځول، د خوړو پرضایع کېدو سربېره، که په ازاده فضا کې وغورځول شي، روغتیايي او چاپېریالي ستونزې هم رامنځته کولی شي.

هغه زیاتوي چې د کمپوست جوړولو او بیاکارونې د مناسب بهیر د نشتوالي له امله د کارونې وړ تجزیه کېدونکي مواد له نورو کثافاتو سره یو ځای غورځول کېږي؛ په داسې حال کې چې له دغو موادو د سرې په تولید او کرنه او بڼوالۍ کې ګټه اخیستل کېدای شي.

د چاپېریال ساتنې دغه کارپوه وايي: «له بده مرغه، موږ وینو چې له اړتیا ډېر خواړه چمتو کېږي او دا په پخلي کې د اسراف لامل کېږي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان یوه لویه برخه خلک د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. کله چې اضافي خواړه په ازاده فضا کې وغورځول شي، خوسا کېږي او روغتیايي او چاپېریالي ستونزې رامنځته کوي. که د خوړو د کثافاتو مدیریت له یوه جامع لیدلوري وڅېړو، کولای شو دغه کثافات پر یوه فرصت بدل کړو؛ له غورځول شویو خوړو کمپوست جوړېدای شي او په کرنه او بڼوالۍ کې ترې ګټه اخیستل کېدای شي.»

د هغه په وینا، اوسمهال په هېواد کې د خوړو د کمپوست جوړولو او بیاکارونې بهیر په لازمه توګه نه ترسره کېږي او له همدې امله، په ښارونو کې غورځول شوي خواړه د کوڅه‌ډبو حیواناتو له خوا خوړل کېږي او نورې ستونزې هم رامنځته کوي. هغه زیاتوي: «د دې ستونزې د حل لپاره اړینه ده چې د خوړو د چمتو کولو او مصرف ترمنځ انډول رامنځته شي او ترڅنګ یې، کورنیو، رسټورانټونو، هوټلونو او د خوړو د چمتو کولو مرکزونو ته د خوړو د کثافاتو د مدیریت په اړه پوهاوی ورکړل شي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانستان د ځمکې په ګرمېدو کې له لږې ونډې سره سره، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې له زیان ګالونکو هېوادونو ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې اقلیمي بدلونونه او له هغو سره تړلې پېښې هر کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان اغېزمنوي. دغه بنسټ زیاته کړې چې اقلیمي بدلونونه د کرنیزو محصولاتو د کمېدو او د طبیعي پېښو د زیاتېدو او سختېدو له لارې د خلکو ژوند او معیشت ګواښي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) هم ویلي چې د هېواد په کچه ټولنې له مخ پر زیاتېدونکو اقلیمي او چاپېریالي ننګونو سره مخ دي؛ هغه ننګونې چې د خلکو پر معیشت، د خوړو پر خوندیتوب او ټولنیز ثبات یې اغېز کړی دی.

د دغه راپور له مخې، وچکالي او د اوبو کمښت د افغانستان له تر ټولو جدي چاپېریالي ګواښونو دي او د هېواد له نیمایي ډېر نفوس یې له اغېزو زیانمن شوی دی.

د خوړو د کثافاتو د اغېزو په تړاو له اندېښنو سره سره، تر اوسه په افغانستان کې د دغو کثافاتو د تولید د کچې په اړه کره شمېرې نشته.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د افغانستان په شمال کې څه باندې ۱۷۸ زره  کسان د ځانګړي اماني صندوق له مرستو برخمن شوي
خبرونه

فایو: افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدل او د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل بشري ناورین لا سختوي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792073807]
د وارداتو له بندېدو څخه په قاچاق کې تر شراکت پورې؛ د افغانستان بازارونو ته پاکستاني درمل څنګه رسېږي؟
راپورونه

د وارداتو له بندېدو څخه په قاچاق کې تر شراکت پورې؛ د افغانستان بازارونو ته پاکستاني درمل څنګه رسېږي؟

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792072775]
یونیسف: د افغانستان په ښوونځيو کې د پاکو اوبو برابرول د ماشومانو له روغتیايي خوندیتوب سره مرسته کوي
ټولنه

یونیسف: د افغانستان په ښوونځيو کې د پاکو اوبو برابرول د ماشومانو له روغتیايي خوندیتوب سره مرسته کوي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792071867]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.