د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ د سمهر درې د کوجان کلي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې طالبانو د دغه کلي ټولې مېشتې کورنۍ په زور له خپلو کورونو اېستلي دي. دوی زیاتوي چې دا اقدام پر پریان ولسوالۍ د ناپېژاندو کسانو له توغندیز برید وروسته او په مقاومت جبهې پورې د اړوند کسانو د لټون په موخه شوی دی. د دوی په وینا، طالب ځواکونو د کورنیو تر اېستلو وړاندې د سیمې نارینه نیولي، وهلي ډبولي او سپک کړي او پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړې دي.
دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې طالبانو د درې له تشولو وروسته، تر اوسه کورنیو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړې. د دوی په وینا، طالبان خپلو کورونو ته د خلکو د ستنېدو پر مخنیوي سربېره، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او څړځایونو ته د څارویو د بیولو مخه هم نیسي. دوی خبرداری ورکوي چې د دغو محدودیتونو له امله د دوی د غنمو او اوربشو کروندې او د کرنیزو محصولاتو یوه لویه برخه د له منځه تلو په حال کې ده. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا کرنیزې ځمکې او څړځایونه د سیمهییزو کورنیو د معیشت بډایه سرچینه ده او د دغه وضعیت دوام به د لسګونو کورنیو ژوند له جدي اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ کړي.
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ د سمهر درې د کوجان کلي یو اوسېدونکی، شېرعلم (مستعار نوم) وایي چې طالبانو پر پریان ولسوالۍ د ناپېژاندو کسانو له توغندیز برید وروسته د دغه کلي اوسېدونکي په زوره له خپلو کورونو اېستلي دي. هغه زیاتوي چې طالب ځواکونو د سیمې د نارینه وو د نیولو پر مهال، هغوی وهلي ډبولي او پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړې دي څو د مقاومت جبهې د کسانو د اوسېدو ځای وښيي. د شېرعلم په وینا، طالبانو د کلي له تشولو وروسته اوسېدونکو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړې او څړځایونو او کرنیزو ځمکو ته یې د هغوی لاسرسی محدود کړی دی. د هغه په اند، د دغو محدودیتونو دوام د دې لامل شوی چې د خلکو د کرنیزو محصولاتو یوه لویه برخه له منځه لاړه شي؛ په داسې حال کې چې دا ځمکې د سیمې د کورنیو د عاید او د خوراکي توکو د تامین مهمه سرچینه ده.
شېرعلم وایي: «سمهر دره د پریان ولسوالۍ په کوجان کلي پورې اړه لري او د دې سیمې ډېری ځمکې کرنیزې دي. خلکو په دې ځمکو کې غنم او اوربشې کرلي دي، خو طالبان نه یوازې په دې دره کې د خلکو د حضور اجازه نه ورکوي، بلکې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او پالنې مخه یې هم نیولې ده.»
د سمهر درې د کوجان کلي بل اوسېدونکی سالم (مستعار نوم) وایي چې طالبانو د کرنیزو محصولاتو د راټولولو او پالنې په فصل کې د دې سیمې اوسېدونکي په زور له خپلو کورونو اېستلي او د هغوی کورونه یې پلټلي دي. هغه زیاتوي چې طالبانو د سیمې د نارینه وو له نیولو او وهلو ډبولو وروسته، له هغوی پوښتنې ګروېږنې کړې دي. د سالم په وینا، د کورونو پلټنې او له خلکو پلټنو او ګروېږنو شاوخوا دوه ورځې دوام درلود.
د پنجشېر دا اوسېدونکی وایي: «سهار شپږ بجې وې او تازه څاروي څړځایونو ته روان وو چې غږ شو ټول سړي دې له کورونو بهر راووځي. کله چې بهر راووتو، شاوخوا ۱۰ کسان وو. بې له دې چې له موږ څه وپوښتي، زموږ لاسونه یې وتړل او ویې ویل حرکت وکړئ. له سینده له تېرېدو وروسته یې وویل باید د مقاومت د کسانو د قرارګاه او خوب ځای راوښیئ. هرڅومره چې موږ وویل دلته د مقاومت څوک حضور نه لري او موږ د هغوی د اوسېدو له ځایه خبر نه یو، ویې نه منله او د خبرو اجازه یې هم نه راکوله. په سوک، لغته او د ټوپک په میل یې وهلو.»
سالم زیاتوي: «ټول ځایونه یې په تړلو لاسونو او په داسې حال کې چې د خوب کالي مو اغوستي وو، وپلټل، خو څوک یې ونه موندل. بیا یې موږ ښکته کلي ته ولېږدولو. طالبانو د کلي جومات د پوښتنو ګروېږنو او ساتنې پر ځای بدل کړی و او موږ یې څو ساعته هلته وساتلو او پوښتنې یې رانه وکړې. له ډاډ ترلاسه کولو وروسته یې موږ خوشې کړو؛ خو امر یې وکړ چې د کلي ټول خلک دې له خپلو څارویو سره کلي ته کډه وکړي او نور څوک درې ته د تلو اجازه نه لري. له هغه وروسته یې د کورونو په پلټلو پیل وکړ او ان د ښځینه جامو بکسونه یې هم وپلټل او جامې یې بهر وغورځولې.»
د سمهر درې دا اوسېدونکی همدا راز زیاتوي چې طالبانو تر اوسه اوسېدونکو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړې. د هغه په وینا، له طالبانو سره د سیمې د سپین ږیرو هڅو او خبرو اترو هم پایله نه ده لرلې څو خلکو ته د ستنېدو، د ځمکو د خړوبولو او څړځایونو ته د څارویو د بیولو اجازه ترلاسه کړي.
دا ځوان وایي: «دغو پوښتنو ګروېږنو څو ورځې دوام وکړ او خلک له دې وضعیته پوزې ته راغلل. د کلي سپین ږیري له درېیو ملکانو سره د طالبانو د مرکزي لوا قوماندان ته ورغلل څو د څارویو د بیولو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د ایستل شویو خلکو د بېرته ستنېدو اجازه واخلي؛ خو د طالبانو د لوا قوماندان نه یوازې له هغوی سره ونه لیدل، بلکې د کلي ټول خلک یې کافر وبلل او ویې ویل: زه په کوجان کلي کې اصلاً مسلمان نه وینم.»
سالم ټینګار کوي چې تر دې وړاندې یوازې په سیمه کې د شپې له خوا د ګرځېدو محدودیت و، خو اوس اوسېدونکي د ورځې له خوا هم تر سختې څارنې لاندې دي او اجازه نه لري چې څو کسان په یوه ځای کې راټول شي.
د سمهر درې د کوجان کلي بل اوسېدونکی، جمشید (مستعار نوم) وایي چې په وروستیو ورځو کې په پنجشېر کې د طالبانو پر پوستو او مرکزونو غلچکي بریدونه زیات شوي دي. هغه زیاتوي چې طالبانو د دغو بریدونو د عاملانو په پېژندلو کې له ناکامۍ وروسته، د سیمې پر اوسېدونکو فشار زیات کړی او هغوی ځوروي. د هغه په وینا، طالبانو د پوځي حضور پر زیاتولو سربېره، له کلیو تر خپلو پوستو پورې د سړکونو جوړول هم پیل کړي دي څو د درنو وسلو د لېږد او کارولو زمینه برابره کړي.
د پنجشېر دا اوسېدونکی وایي: «په وروستیو ورځو کې د طالبانو پر مرکزونو او پوستو د مقاومت جبهې د کسانو بریدونه زیات شوي دي. د پنجشېر خلک په دوبی کې درې ته ځي، خو طالبانو د امنیتي اندېښنو له امله هغوی بېرته کلیو ته لېږدولي دي. په پنجشېر کې وضعیت خورا پوځي شوی دی. طالبان له کلیو تر خپلو مرکزونو او پوستو پورې سړکونه جوړوي څو وکړای شي درنې وسلې ولېږدوي. هغوی په عملي توګه ځانونه جګړې ته چمتو کوي.»
د هغه له نظره، د دغه وضعیت دوام د سیمې د اوسېدونکو په ځانګړې توګه د هغو کورنیو لپاره چې په درو کې په کرنه او مالدارۍ بوختې دي، اندېښمنونکی دی؛ ځکه لګول شوي محدودیتونه د هغوی ورځني فعالیتونه او معیشت له ستونزو سره مخ کړی دی.
د کوجان کلی د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په سمهر دره کې موقعیت لري. د دې سیمې اوسېدونکي هر کال په دوبی کې د کرنیزو ځمکو پالنې، د حاصلاتو راټولولو او د خپلو څارویو ساتنې لپاره دې درې ته ځي. دا سیمه د سیمې د یو شمېر کورنیو لپاره د عاید او خوراکي توکو د تامین مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
په همدې حال کې، د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د طالبانو پر پوستو له بریدونو وروسته، په ځینو سیمو کې د دغې ډلې د ځواکونو حضور او امنیتي تدابیر زیات شوي دي. هغوی زیاتوي چې د امنیتي تدابیرو سختېدو د خلکو پر تګراتګ بندیزونه هم زیات کړي دي.
تر دې وړاندې، سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو چې طالب جنګیالي د بدخشان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د لومړۍ درجې تیارسي حالت خپل کړی دی. دغو سرچینو زیاته کړې وه چې په شکي، مایمي، نسي او شهرګز ولسوالیو کې د دې احتمال شته چې ځایي طالب ځواکونه په ډله ییزه توګه بې وسلې کړای شي.





