۸صبح، کندهار: طالبانو د یوه سپینږیري د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې او ادعا یې کړې چې دغه کس د دې ډلې قاضیانو ته د بډو ورکولو وړاندیز کړی دی.
که څه هم د دې ویډیو د ثبت کره نېټه نه ده معلومه، خو سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه د تېرې شنبې په ورځ شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه سپینږیري د خپلې حقوقي دوسیې د حل لپاره د طالبانو قاضیانو ته د ډوډۍ د لګښت په نوم د اووه زره پاکستانۍ کلدارو د ورکولو وړاندیز کړی و.
سرچینې ټینګار کوي چې طالبانو دغه پیسې ضبط کړې، د هغه په پګړۍ کې اېښي او د خلکو په مخ کې یې سپک کړي دی.
سرچینې زیاتوي چې نیول شوي سپینږیري ادعا کړې چې د خپلې دعوې د حل لپاره اړ شوی و، د ډوډۍ د لګښت په نوم د طالبانو قاضیانو ته پیسې ورکړي.
د دې ویډیو له خپرېدو وروسته، یو شمېر خلکو پر طالبانو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دې ډلې قاضیان په لږو بډو بسنه نه کوي او خلک باید د اووه زره کلدارو پر ځای اووه زره ډالر بډې ورکړي.
خلک وايي چې طالبان د عامه افکارو د پام اړولو لپاره هغه کس رسوا کوي چې اووه زره پاکستانۍ کلدارې یې د بډې په توګه ورکړې دي؛ خو تر اوسه یې د هغو کسانو پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی چې زرګونه ډالر بډې ورکوي.
دا نیوکې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک د طالبانو له قضايي ادارو په تنګ شوي دي او ډېر کسان هڅه کوي، د دغو ادارو پر ځای خپلې دوسیې په خپل منځ کې او د سیمې په کچه حلوفصل کړي.





