۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی، ۵۴۴ افغان کورنۍ چې دوه زره او ۸۶۰ کسان کېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت شنبه د چنګاښ پر ۲۰مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې یوازې د تورخم له لارې ۴۷۰ کورنۍ چې دوه زره او ۴۷۸ کسان کېږي، راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۴۹ کورنۍ چې ۲۵۰ کسان کېږي د سپین بولدک له لارې افغانستان راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې کورنۍ د سرپناه او خدماتو ته د لاسرسي د کمښت په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دي.





