۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې افغانستان ته راستنېدونکي خوندي سرپناه ته اړتیا لري.
دغه بنسټ پنجشنبه د لړم پر ۲۱مه خبر ورکړی چې له ۲۰۲۳ کاله تر اوسه څه باندې شپږ میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې چې د ورځې سلګونه کسان افغانستان ته راستنېږي.
نوموړي سازمان ټينګار کړی چې راستنې شوې کورنۍ د ژوند لپاره خوندي ځای ته اړتیا لري او له اړین ملاتړ او خوندیتوبه دې برخمن شي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې راستنېدونکو ته د سرپناه او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره ډېرې همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري.






