۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې پرون له بېلابېلو لارو ۳۸۰ کورنۍ چې دوه زره او ۳۰ کېږي، افغانستان ته ستنې شوې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت چهارشنبه د زمري پر ۱۴مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې یوازې د تورخم له لارې ۳۱۶ کورنۍ راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د سپین بولدک له لارې ۲۹ کورنۍ، د نیمروز له لارې ۱۹ کورنۍ او د اسلامکلا له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایران څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ دوام لري.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې راستانه شوي په افغانستان کې د مناسبې سرپناه د نشتوالي، د کاري بوختاوو د کمښت او لومړنیو خدماتو ته د محدود لاسرسي په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دي.





