۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۳۳۴ کورنۍ چې شمېر یې ۱۶۴۰ کسانو ته رسېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سه شنبه د وږي پر ۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تورخم له لارې ۲۲۵ کورنۍ چې ۱۲۲۰ کسان کېږي، افغانستان ته راستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۲ کورنۍ د سپینبولدک له لارې، ۷۹ کورنۍ د نیمروز له لارې او ۱۸ کورنۍ د هرات د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راغلې دي.
دا کورنۍ په داسې حال کې راستنېږي چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو او جبري راستنېدو بهير لا هم روان دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ له يوه پراخ بشري ناورین سره مخ دی.





