۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی دی چې د افغان کډوالو ۲۵۳ کورنۍ چې ۱۲۷۹ کسان کېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوشنبې پر سهار د چنګاښ پر ۱۵مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یوازې د تورخم له لارې ۱۹۸ کورنۍ چې ۱۰۲۶ کسان کېږي، هېواد ته راغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۴۳ کورنۍ په کندهار کې د سپینبولدک له لارې، ۱۰ کورنۍ په هرات کې د اسلامکلا له لارې او دوې کورنۍ هم د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو پراخ او جبري اېستل د کارموندنې او کورونو په برخو کې د ستونزو د زیاتېدو لامل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) رییس الکساندر ډي کرو د افغانستان ختیځو سیمو ته د سفر پر مهال ویلي دي چ، له هرو څلورو افغانانو درې یې خپلې بنسټيزې اړتیاوې نه شي پوره کولای.





