۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۲۶۲ کورنۍ چې ۱۱۶۲ کسان کېږي، له بېلابېلو لارو په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت شنبه د وږي پر ۱۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې د تورخم له لارې ۱۳۴ کورنۍ چې ۶۶۲ کسان پکې شامل دي، افغانستان ته راستنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، اووه کورنۍ د سپینبولدک له لارې، ۹۶ کورنۍ د نیمروز له لارې او ۲۵ نورې کورنۍ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته راغلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو د جبري راستنېدو دوام د هغوی د بشري وضعیت، سرپناه او اساسي خدمتونو ته د لاسرسي او په افغانستان کې د راستنېدونکو کورنیو د راتلونکي په اړه ګڼې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د کډوالو جبري راستنېدل په داسې حال کې دوام لري چې ګڼې راستنې شوې کورنۍ افغانستان ته له راتګ وروسته له اقتصادي ستونزو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کافي امکاناتو له نشتوالي سره مخ دي.





