۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې تېره ورځ ۱۴۲ کورنۍ چې ۶۵۷ کسان کېږي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه خبر ورکړی، ۵۲ کورنۍ چې ۲۶۷ کسان کېږي، د تورخم له لارې افغانستان ته دننه شوې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، ۱۰ کورنۍ د سپینبولدک، ۶۶ کورنۍ د نیمروز او ۱۴ نورې د اسلامکلا له لارې راستنې شوې دي.
د دغو کورنیو د راستنېدو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې افغانستان له سخت اقتصادي حالت او بشري ناورین سره مخ دی.






