۸صبح، کابل: طالبانو ويلي چې پرون ۸۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۹۴ کسان کېږي، په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت دوشنبه لړم پر ۲۵مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۴۷ کورنۍ چې ۲۳۷ کسان کېږي، د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د فطرت په وینا، ۱۲ کورنۍ چې ۶۹ کسان کېږي، د کندهار د سپینبولدک له لارې او ۱۳ کورنۍ چې ۵۴ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې راستنې شوې دي.
همداراز، اووه کورنۍ چې ۲۹ کسان کېږي، د هرات د اسلامکلا له لارې بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د ژمي په درشل کې د کډوالو بېرته راستنېدو د هغوی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
ډېر راستنېدونکي د سرپناه له نشتوالي، بېکارۍ او د لومړنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.





