۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې پرون ۱۲۷ کورنۍ چې ۵۳۷ کسان کېږي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته راغلې دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت سهشنبه د لړم پر ۲۶مه خبر ورکړی چې د تورخم له لارې ۴۸ کورنۍ چې ۲۴۸ کسان کېږي، راستنې شوې دي.
د نوموړي په خبره، اووه کورنۍ د سپین بولدک، ۵۸ د نیمروز او ۱۳ نورې د اسلام کلا له لارې هېواد ته راغلې دي.
له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري راستنېدل داسې مهال دوام لري چې راستنې شوې کورنۍ په کور دننه له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دي او روغتیايي او ښوونیزو خدماتو ته اړین لاسرسی نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان هم په خپلو راپورونو کې ویلي چې د کاري بوختیاوو کمښت، د اوسېدو ستونزې، د هویتي اسنادو نه لرل او د لومړنیو توکو په برابرولو کې بې وسي، افغانستان ته د ډېرو راستنو شویو کورنیو لویې ستونزې دي.






