• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

جبري پګړۍ او سلاکار ملایان؛ په زابل کې د طالبانو له لاسوهنې د روغتیاپالو اندېښنه

۸صبح، زابل ۸صبح، زابل
۲۴ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789486341]
8am.media + Social Media

8am.media + Social Media

په زابل کې روغتیايي کارکوونکي وايي چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو یې چارې له ننګونو سره مخ کړې دي. هغوی شکایت کوي چې ان د عملیاتو پر مهال هم د پګړۍ تړلو او ږیرې پرېښودلو په څېر مقرراتو پاملرنې ته اړ کېږي، ظاهري بڼه یې کتل کېږي او په اجباري ډول دیني زده‌کړو ته استول کېږي. د دغو کارکوونکو په خبره، طالبانو د دغه ولایت په ۱۳۲ روغتیايي مرکزونو کې سلاکار ملایان ګومارلي چې د هغوی په چارو کې لاسوهنه هم کوي؛ داسې چې په باور یې دغه وضعیت ناروغانو ته د پاملرنې پر ځای د روغتیايي کارکوونکو تمرکز سخت او د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر یې له خنډونو سره مخ کړی دی.

په زابل کې روغتیايي کارکوونکي وایي، روغتونونه او روغتیايي مرکزونه هغه ځایونه دي چې د ناروغانو د درملنې او ژغورنې پر مهال باید مسلکي اصول او طبي اړتیاوې لومړیتوب ولري؛ خو ځینې مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو لاسوهنې د روغتیاپالو پر کاري بهیر اغېز کوي. د هغوی په خبره، د خپلو اصلي مسوولیتونو پر ځای اړ کېږي چې د بېلابېلو محدودیتونو او امرونو پاملرنې ته پام وکړي.

د زابل په ولایتي روغتون کې یو ډاکټر چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم په راپور کې نه دی یاد شوی، وایي چې په دغه ولایت کې روغتیايي کارکوونکي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو له دوامدارو محدودیتونو او لاسوهنو ستړي شوي دي. نوموړی زیاتوي چې دغو لاسوهنو نه یوازې د روغتیاپالو پر کاري چاپېریال اغېز کړی، بلکې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په بهیر کې یې هم ستونزې رامنځته کړې دي.

دا ډاکټر وايي: «دا کسان په هره برخه کې لاسوهنه کوي. موږ ته وایي چې له خدایه ووېرېږئ، د طبي جامو ترڅنګ پګړۍ وتړئ، ږیره پرېږدئ او هر هغه سنت چې سپارښتنه شوې، مراعات یې کړئ. موږ ورته وایو مولوي صاحب، د عملیاتو پر مهال د پګړۍ تړل سخت دي؛ خو هغوی وایي چې تاسې له خدای سره دوښمني لرئ.»

ورته مهال د دغه روغتون ځينې نور ډاکټران هم په کاري چاپېریال کې له دوامدارو لاسوهنو ستړي شوي دي. هغوی وایي، د طالبانو پرلپسې لاسوهنو د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو بهیر له ګډوډۍ سره مخ کړی دی.

د زابل د ولایتي روغتون یو بل ډاکټر احمدالله (مستعار نوم) وایي چې هره ورځ د سهار له ۸ تر ۹ بجو د دغه روغتون ټولو کارکوونکو ته د هغه کس له لوري دیني زده‌کړې ورکول کېږي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو له خوا ګومارل شوی دی.

نوموړی وایي د طالبانو له خوا ګومارل شوی کس ان روغتیاپالانو ته اجازه نه ورکوي چې بېړني ناروغان معاینه کړي او ټول مجبوروي چې دیني زده‌کړو کې ګډون وکړي چې تدریس کېږي.

دا ډاکټر وایي ډېر داسې شوي چې ناروغ په خورا خراب حالت کې و، خو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا ګومارل شوي کس روغتیايي کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې په هغه یو ساعت کې د ناروغ د درملنې لپاره ورشي.

احمدالله زیاتوي: «ټولو ته دیني زده‌کړې ورکول کېږي. زموږ ږیره او پګړۍ کتل کېږي. هر څوک چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو په خوښه نه وي، له روزنیزو ټولګیو ایستل کېږي او ګواښل کېږي چې راپور به یې د عامې روغتیا ریاست ته ورکړل شي، څو غیرحاضر حساب شي. که څوک ژر خپل ظاهري وضعیت کې بدلون رانه ولي، له دندې د ګوښه کېدو ګواښ ورته کېږي.»

د زابل د توخوي سیمې په یوه روغتون کې یو روغتیاپال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان ترې غواړي چې پګړۍ وتړي، ږیره پرېږدي، په سنتو خپله ظاهري بڼه برابره کړي، په جماعت لمونځ وکړي او هره ورځ یو ساعت په دیني زده‌کړه کې ګډون وکړي. نوموړی وايي چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو په ټول زابل کې د روغتونونو کارکوونکو د یادو شویو مواردو د نه پاملرنې له کبله نیولي او بندیان کړي دي.

دا روغتیاپال وايي: «موږ هره ورځ یو ساعت دیني زده‌کړې لرو. دا زده‌کړې په ځينو روغتیايي مرکزونو کې د سهار او په ځينو نورو کې له ماسپښين وروسته وي. په هغه ساعت کې چې دیني زده‌کړې وي، هېڅ روغتیايي کارکوونکی باید غیرحاضر نه وي. ان که هر ډول ناروغ وي، ټول کارکوونکي باید حاضر وي.»

ورته مهال د زابل د عامې روغتیا په ریاست کې یوه سرچینه وایي چې طالبانو د دغه ولایت له ۱۳۲ روغتیايي مرکزونو څخه په هر روغتون کې ملا د سلاکار په توګه ګومارلی دی. دا سلاکاران د عامې روغتیا ریاست پر کلینیکونو د څارنې دنده لري او روغتیايي کارکوونکي هم مجبوره دي چې په بېلابېلو مواردو کې ترې مشورې واخلي.

دا سرچینه وایي، په ټولو روغتیايي مرکزونو کې کارکوونکي د دغو سلاکارانو له حضوره سخت ستړي شوي او په تېرو دوو کالو کې نږدې ۲۰ روغتیايي کارکوونکو په تدریجي ډول له خپلو دندو استعفاوې ورکړې دي.

سرچینه زیاتوي: «طالبانو په ټولو دولتي روغتیايي مرکزونو کې سلاکاران ګومارلي دي. دغه ټول سلاکاران، ملایان دي. هغوی ته پراخ واکونه ورکړل شوي دي. هغوی کولی شي د ډاکټرانو په فعالیتونو کې لاسوهنه وکړي او ان ډاکټران له دندو ګوښه کولی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ټول هېواد په دولتي او خصوصي ادارو کې د کارکوونکو د څارنې لپاره د «دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په نوم کارکوونکي ګومارلي دي. دا کارکوونکي په عامو خدماتو کې د کارکوونکو جامې او د چلند څرنګوالی څاري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: د څښاک پاکې اوبه د ماشومانو د روغتیا په خوندیتوب کې مرسته کوي
ټولنه

یونیسف: د څښاک پاکې اوبه د ماشومانو د روغتیا په خوندیتوب کې مرسته کوي

۲۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792436230]
ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰ کاله پورې به د افغانستان نیمایي نفوس ښاري شي
خبرونه

په کابل کې د اقتصادي ستونزو په زیاتېدو د جنین د سقط لوړه کچه

۲۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792433857]
پزشکیان او لاوروف پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو پرمختګونو خبرې کړې دي
بهرني خبرونه

پزشکیان او لاوروف پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو پرمختګونو خبرې کړې دي

۲۷ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792432596]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ازادۍ جبهه: په لوګر کې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.