د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شنبه د جولای پر ۲۵مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې دا کتنه د قرغیزستان په کوربتوب د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، دواړو لورو په دې کتنه کې د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په تړاو خپل نظرونه سره تبادله کړي دي.
دواړو وزیرانو دغه راز په څو اړخیزو نړیوالو غونډو کې د سولې، ثبات او هوساینې د پرمختګ لپاره د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تاجکستان او پاکستان د افغانستان له هغو ګاونډیو هېوادونو دي چې له طالبانو سره یې اړیکې لا هم په ټیټه کچه پاتې دي.





