د قطر امیري محکمې خبر ورکړی چې د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني چې له ۱۹۹۵ تر ۲۰۱۳ کال پورې یې پر دغه هېواد حکومت کړی، په ۷۴ کلنۍ کې مړ شوی دی.
الجزیرې شبکې یکشنبه د جولای پر ۱۲مه راپور ورکړی چې شیخ حمد بن خلیفه الثاني د قطر د پرمختګ د مهم معمار په توګه پېژندل کېږي.
د راپور له مخې، قطر د دوشنبې له ورځې څخه څلور ورځنی ماتم اعلان کړی، په دولتي ادارو او عامه بنسټونو کې یې چارې ځنډولي او د دغه هېواد بیرغونه یې نیمه ځوړند کړي دي.
د نوموړي د واکمنۍ پر مهال قطر د اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري ودې شاهد و چې په نړیواله کچه یې د دغه هېواد ځای پیاوړی کړی دی.
شیخ حمد د سترو اقتصادي پانګونو څارنه کوله او په پراخه کچه یې نړیوالې ملګرتیاوې پیاوړې کړې.
نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې د خلیج فارس د یوه موروثي عربي واکمن له خوا په یوه نادره استعفا کې واک خپل زوی او وارث، شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ته وسپاره چې هغه مهال ۳۳ کلن و.





