ډیپلوماټ او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی ځانګړی استازی بنین سوان په قبرس کې مړ شوی دی.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې سوان دوشنبه، د اکټوبر پر ۵مه، په خپل ټاټوبي نیکوزیا کې د ۸۸ کلنۍ په عمر مړ شوی دی.
د ارمنیانو د خیریه ټولنې د عمومي اتحادیې (AGBU) د سوان پر مړینه د خپګان په څرګندولو سره، هغه یوه لارښوونکې څېره، مشاور او د ارمني کلتوري میراث نه ماندېدونکی مدافع بللی دی.
سوان د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د همغږۍ مسوول و.
هغه د ۱۹۹۱ کال په جنورۍ کې د ملګرو ملتونو د هغه وخت د سرمنشي، خاویر پرز د کوییار له خوا د افغانستان لپاره د دغه سازمان د بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د همغږۍ دفتر د ادارې مسوولیت پر غاړه واخیست.
سوان په نیکوزیا کې زېږېدلی و او د قبرس په ملکونیان ښوونیزه موسسه کې یې زدهکړې کړې وې.
هغه د نیویارک له کولمبیا کالجه د تاریخ او فلسفې د لېسانس سند او د کولمبیا پوهنتون د نړیوالو او عامه چارو له پوهنځي د لوړو زدهکړو سند ترلاسه کړی و.





