۸صبح، لوګر: د لوګر سیمهییزې سرچينې د دغه ولايت په مرکز کې د هاوان مرمۍ چاودنې له کبله د څلورو ماشومانو د ژوند بایللو خبر ورکوي.
سرچینې شنبه د چنګاښ پر ۱۶مه ویلي چې دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د لوګر ولايت په مرکز پُلعلم ښار کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په خبره، دا هاوان مرمۍ هغه مهال وچودېده چې ماشومانو پرې لوبې کولې.
سرچینه زیاتوي چې دې ماشومانو له ۷ تر ۱۳ کلونو پورې عمرونه لرل.
د لوګر لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم دا پېښه منلې ده.
له دې وړاندې د هېواد په ډېرو سیمو کې له جګړو پاتې وسلو او ماینونو چاودېدو ماشومانو ته مرګژوبله اړولې ده.





