۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې په لوګر کې د مېس عینک پروژې سړک جوړولو چارې پېل شوې دي.
یادې مرستیالۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې د دغې پروژې چارې چهارشنبه د زمري پر ۳مه د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هدایتالله بدري، د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خواه، د چین د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، په افغانستان کې د چین سفیر او د مېس عینک د قراردادي کمپنۍ (MCC) رییس په حضور کې پرانېستل شوې دي.
عبدالغني برادر د مېس عینک پروژې د پرانېستلو په مراسمو کې دا پروژه مهمه او حیاتي بللې او ویلي دي چې د دغې پروژې ډېر وخت ضایع شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال پکار ده چې عملي کارونه یې ژر پېل شي.
هغه قراردادي کمپنۍ ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی.
د لوګر د مېسو عینک کان په نړۍ کې د مېسو یو له سترو کانونو شمېرل کېږي چې اټکل کېږي له پروسس سره به یې کارموندنه او پانګونه هم وغوړېږي.
د یادونې ده چې طالبانو واک ته تر رسېدو وړاندې په افغانستان کې د لویو پروژو په برخه کې خنډونه جوړول.
د روانې اوونۍ پر دوشنبه د طالبانو کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي و چې د روانې اوونۍ په پای کې به د لوګر مېس عینک کان عملي چارې پېل شي
طالبانو پر افغانستان تر بیاواکمنېدو څو میاشتې وروسته په ۱۴۰۰ کال کې اعلان کړی و چې په لوګر کې د ۶.۸ میلیارد متر مکعب مېسو د استخراج چارې له سره پېلوي چې له چین سره د افغانستان یوه مهمه اقتصادي پروژه ده.





