يوه نجلۍ د يوې خړې او تتې صفحې لرونکی تلویزیون ترڅنګ دې ته منتظره ده چې د خپلو هڅو پايله په په خپلو سترګو وګوري؛ هغه نجلۍ چې د سنايي له ټاټوبي څخه په کابل کې د ۲۰۰ زرو نورو زده کړیالانو په څېر، د خپل کانکور پايلې ته شېبې شماري. مور يې ترڅنګ د وضعيت څارنه کوي. د غوره نومرو لرونکو کسانو د پېژندنې لړۍ پيلېږي! د کانکور له لسم نومره څخه تر اول نومره پورې.
له هغو پنځه تنو څخه چې نومونه يې اخيستل کېږي يوازې يو نوم د يوې نجلۍ دی. په همدې توګه هغه اټکل چې نوم به يې په پنځو نورو غوره زده کړیالانو کې وي، لا هم سختېږي! دا هم په زړه پورې ده چې د تلویزیون خړه او تته صفحه هم نه پرېږدې چې شمسيه دا بهیر په ارامه فکر وڅاري. شمسيه د تلویزیون د انتن تنظیمولو په خاطر له خپل ځايه پاڅېږي او بهر وځي. ناڅاپه يې مور غږ کوي:
«شمسيې راشه چې اول نومره شوې!»
شمسيه په بېړه بېرته راګرځي او د تلویزیون په پردې خپل له انځور سره مخ کېږي.
هغه نجلۍ چې کلونه يې د خپلو هيلو لپاره غښتلي ګامونه پورته کړي و او په دې لاره کې يې آن د ټولنيزو رسنيو دروازه هم پر خپل مخ تړلې وه، بالاخره يې د خپلو خواريو پايله ترلاسه کړه. شمسيه چې تازه يې د خپل د ژوند اتلسم پسرلی تېر کړی، د غزني ولايت د جاغوریو ولسوالۍ په «خارتېزک» سيمه کې يې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. پلار يې د کرزي د حکومت په لومړيو کې، په جاغوري ولسوالۍ کې ښوونکی ؤ. مياشتينۍ تنخواه يې ورته بسنه نه کوله؛ نو ځکه يې خپله دنده بدله او آزاد کاروبار ته يې مخه کړه.
اوسمهال د شمسيې پلار د سمنګان د دره صوف د ډبرو سکرو په یوه کان کې، د ساده کاريګر په توګه کار کوي. د شمسيې د کورنۍ غړي تصميم نيسي چې خپل کور او کلی پرېږدي او هرات ته کډه شي. شمسيه هلته د خپلو زده کړو اساس ږدي او تر منځنۍ دورې دوام ورکوي. خو پلار يې د ژوند د ښه کېدو لپاره هرات د کابل په نيت پرېږدي او د خپلو اولادونو لپاره يوه نوې کړکۍ پرانيزي.
شمسيه د ليسې دوره د «آصف مايل» په دولتي ښوونځي کې پيلوي او دولسم ټولګی په همدې ښوونځي کې پای ته رسوي؛ هغه نجلۍ چې د کابل د دشت برچي په يوه کرايي کور کې له خپل پلار و مور سره، د ژوند کږلېچونه شاته پرېږدي او په خپل ذهن کې د روښانه راتلونکې لپاره هيلې ټوکوي.
نوموړې د کانکور ازموينې لپاره د چمتوالي پړاو، د کابل په لويديځ کې پيلوي او څو ورځې د موعود په ښوونيز مرکز کې هم درس لولي.
یاده دې وي، چې د موعود ښوونير مرکز دوه کاله وړاندې د داعش وسله والې ډلې تر بريد لاندې راځي او د ۵۰ زده کړیالانو هيلې له خاورو سره يوځای کوي! دغه لنډمهاله دوره او هغه طرحې چې ښوونکي يې ورته ترتيبوي، ددې لامل کېږي چې ازموينه په ښه ډول تېره کړي. د نوموړې دا پايله په دومره اسانۍ هم نه ده ترلاسه شوې. څرنګه چې شمسيه وايي: د کانکور ازموينې لپاره د چمتووالي پر مهال يې په ۲۴ ساعتونو کې څلور ساعته خوب کړی او نور وخت يې د ښوونځي او کورس په زده کړو تېری کړی دی. آن ډېر وخت تلویزیون هم نه ګوري او ټولنيزو رسنيو ته هم سر نه ورښکاره کوي. نوموړې چې نوم يې د ښوونځي د ممتازو زده کړیالانو د لېست په سر کې و، دروند مسووليت يې په غاړه درلود او هڅه يې کړې چې مسووليتونو او ستونزو په سمه توګه اوږه ورکړي. د کورونا ويروس خپرېدل او د ښوونيزو مرکزونو تړل که څه هم د دې په درسونو کې ځنډ او خنډ رامنځته کوي، خو د شمسيې لپاره د خنډ سبب نه ګرځي. نوموړې د لوړو او ژورو په تېرولو سره خپل درسونه په منظمه توګه لولي او د وږي په مياشت کې د کانکور په آزموينه کې ګډون کوي. نوموړې د دې لپاره چې د انسانيت لپاره مرسته وکړي او د انسانانو ژوند وژغورلی شي، نو په خپلو انتخابونو کې لومړی انتخاب د طب ځانګه ټاکي.
بالاخره د پايلې نېټه رارسي. شمسيه دې ته په تمه ده چې د خپلو هڅو او زیار پایله وګوري. د کانکور آزموينه د زده کړیالانو ترمنځ د «مرګ او ژوند» حيثيت لري او دا آزموينه په حقيقت کې د زده کړیالانو راتلونکي ته چورلټ بدلون ورکوي.
نوموړې هم په بېړې او اندېښنې سره په بې صبرۍ د آزموينو د ملي ادارې له خوا د پايلو د اعلان تمه ده. شمسيه شېبې شمېرې چې هر څومره ژر د خپل برخليک په اړه ښه خبر واوري، ځکه نوموړې د خپلو حل کړو ځوابونو په اړه چې ښايي په لومړيو کتارونو کې راشي، ډاډمنه وه. خو نوموړې په دې اړه له خپلې کورنۍ او دوستانو سره څه نه وايي.
د پنجشنبې ورځ د سهار اوه بجي د آزموینو ملي ادارې په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې: «تر لسو بجو پورې به د کانکور عمومي پايلې اعلان شي.»
دا خبر د شمسيې بېړه نوره هم ډېروي او د زړه ټکان يې لوړېږي، ځکه هغه ډاډه وه چې د کانکور پوښتنې يې په ښه ډول ځواب کړي او تمه لري چې ښه پایله ترلاسه کړي. په همدې اساس شېبې شمېرې چې ژر تر ژره پايلې اعلان شي.
د آزموينو ملي اداره د کانکور د غوره کسانو نومرې له پورته څخه تر کښته پورې؛ يعنې له لسم نومره تر اول نومره پورې معرفي کوي. شمسيه د کانکور پايلو د اعلان پر مهال د خپلې مور ترڅنګ کښېني چې برخليک يې په خپلو سترګو وګوري.
له دې سره په یو وخت چې پنځمه شمېره ګټونکی اعلانېږي؛ نو د تلویزیون پرده پيکه او تته شي. شمسيه د تلویزیون د آنتن د سمولو لپاره په بېړه بهر ته وځي. په همدې وخت کې يې مور غږ کوي:
«شمسيې راشه چې اول نومره شوې!»
نوموړې که څه هم له خپلې کاميابۍ ډاډمنه ده، خو په لومړيو کې باور نه کوي چې نوم يې د غوره کسانو د لېست په سر کې وګوري. شمسيه په چټکۍ سره خونې ته ورځي او ګوري چې انځور يې د تلویزیون په پرده راغلی او نوموړې يې د کانکور د اول نومرې په توګه معرفي کړې ده.
د شمسيې پر مخ اوښکې وبهېدې. څه چې هغه شېبه ډېر ورته ارزښت لري، هغه یې د مور مسکا ده؛ هغه مور چې په دې هیله یې خپله ترخې ورځې تېرې کړې، چې خپله لور اوسمهال دغه ځای ته ورسوي.
د شمسيې مور چې کله پوهنتون ته دننه شوه، نو د ژوند ستونزې یې مخې ته راغلې او د وخت کړاوونو په لومړيو ورځو کې دا فرصت ورڅخه واخيست. خو هغه سربېره پر دې خپله مسکا له خپلې لور څخه نه درېغوي. هر ځل چې لور يې په ښوونځي کې لومړی مقام خپلوي په موسکا یې بدرګه کوي، خو دا ځل يې موسکا د زړه له تله ده.
شمسيه سره له دې، چې له خپلې بريا ته دومره حیرانېږي؛ خو ورسره یې پر شونډو موسکا خپرېږې او ورسره یې له ډېرې خوښۍ له سترګې اوښکې روانېږي. ګواکې چې د شمسيې بريا پای نه مومي؛ هغه نجلۍ چې په خپلو کوټلو ګامونو د خپل هېواد د کړېدلو نجونو لپاره د هيلې او اميد په بېلګه بدلېږي.