۸صبح، بلخ: په بلخ کې په دوو ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
په بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه، ویلي چې لومړۍ پېښه د مزارشریف – کابل پر لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د طالبانو په وینا، دویمه پېښه پرون په دشت شور سیمه کې شوې ده.
په دې پېښه کې یوه ټېلري موټر له یوه «سویفټ» موټر سره ټکر کړی چې له امله یې یو کس مړ شوی دی.
طالبانو د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.





