د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو ګډه جګړه به هغه مهال پای ته ورسېږي چې دی یې پرېکړه وکړي.
الجزیرې چهارشنبه د نومبر پر ۴مه، راپور ورکړی چې ټرمپ دغه څرګندونې له سيبياېس خبري شبکې سره په خبرو کې کړې دي.
ټرمپ زیاته کړې ده: «دا جګړه به هغه وخت پای ته ورسېږي چې زه ووایم پای ته رسېدلې ده.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له ایران سره د جګړې دوام د اقتصادي لګښتونو د زیاتېدو او د امریکايي وګړو پر ژوند د فشارونو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
له دې سره ههماله، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د امریکا د کانګرېس د منځمهالو ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ویلي دي چې د دغه هېواد خلکو، يا د خپل وجدان له مخې وي او ياهم د ژوند د لګښتونو د فشار له امله جګړې ته «نه» ویلي دي.
هغه د امریکا حکومت ته خبرداری ورکړی چې د خلکو د غوښتنې له پامه غورځول او له ایران سره د جګړې دوام به درنې پایلې ولري.





