۸صبح، پنجشېر: د مقاومت جبهه خبر ورکوی، چې د دغې جبهې ځواکونو پنجشېر کې په یو کمین کې له طالبانو سره نښته کړې ده.
د مقاومت جبهې یوه جګپوړي غړي مولوي حسام الدین حسام ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دا پېښه پنجشنبه د لیندۍ په ۲۴ د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په کوهسار سیمه کې شوې ده.
هغه ادعا کړې ده، چې په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په دې نښته کې د مقاومت جبهې يو سرتېرى هم وژل شوى دى.
حسام زیاته کړې، چې طالبان مخکې له دې چې د مقاومت جبهې ځواکونه په دام کې راګېر کړي، د دې جبهې د کسانو له کمین سره مخ شوي دي.
سیمه ییزو سرچینو هم د جګړې ښکېلو غاړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نږدې دوې میاشتې وروسته نښته رامنځته شوې ده.