• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

څلور کاله د ښوونځيو پرانېستلو په تمه

مدینه نېکزاد مدینه نېکزاد
۱۹ وری/حمل ۱۴۰۴ - ۸ اپرېل ۲۰۲۵ [t_time:1744121706]
Ahmad SAHEL ARMAN / AFP

Ahmad SAHEL ARMAN / AFP

څلور کاله کېږي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي. په دې موده کې نجونې ورځې، اوونۍ او میاشتې د ښوونځيو پرانېستلو ته په تمه وې، خو څلور کاله کېږي چې لاهم همداسې تړلي دي. نجونې د دغه انتظار لامله مړاوې او زړه ماتې شوې دي. انتظار او ناهیلي د دې لامل شوې چې ډېرې نجونې پر خپلو هیلو خاورې واړوي او نور د ښوونځيو پرانېستلو خوب او خیال له ذهنه وباسي چې دا خپله یوه غمیزه ده. ځینې ناکرارې او مړاوې شوې او راتلونکې ته اندېښمنې دي او ځينو نورو بیا کسب او کار ته مخه کړې، خو دا هېڅ هم د نجونو هیله او ارمان نه دی. ورځنیو شرایطو اړې کړي چې داسې کاروبار ته مخه کړي چې خپله یې نه غواړي. موږ د سختو ورځو هېرولو او ناوړه اقتصادي وضعیت څخه د خلاصون په موخه د شاقه کارونو په ګډون بېلابېلو کسب او کارونه ته مخه کړې ده.

زه هم د هغو نجونو له ډلې یوه یم چې درې کاله د ښوونځيو پرانېستلو په تمه وم او په دې موده کې مې سختې ورځې شپې تجربه کړې دي. له درېیو کالو وروسته مې پرېکړه وکړه چې له اوسني وضعیته د خلاصون لپاره لاره چاره وګورم او انلاین کاروبار ته مې مخه کړه. سره له دې چې یو څه له خپل دغه کاره راضي یم، خو په دغه کم عاید اوسنۍ دنده مې هیله نه ده. ما غوښتل درس ووایم، پوهنتون ته لاړه شم، حقوق ووایم او وکیله شم. اوس یوې هیلې ته هم رسېدلې نه یم او هغه له لاسه وتلې بولم چې د سترګو په رپ کې پوپناه شوې.

نوره ستړې شوې یم. له دغه ډېر انتظار او محدودیتونو ستړې یم. په دې څلورو کالو کې هره ورځ په ډېرو هیلو راپاڅېدم چې ښايي نن یو ښه خبر واورم، ښايي د ښوونځيو دروازې پرانېستل شوې وي، ښايي نوره اړه نه اوسم چې په وېره او ډار له کوره ووځم، ښايي نور طالبان نه وي؛ خو هېڅ ښه خبر مې وانه ورېد.

فکر وکړئ، هغه نجونې چې تر پرونه په موسکا او لېوالتیا ښوونځي او پوهنتون ته تللې، په لاسونو کې یې کتابونه وو او هر یوې هڅه کوله چې د خپل وطن په ابادولو او پرمختګ کې ونډه واخلي، اوس د خپل جنسیت لامله په ډکو سترګو په خپلو کورونو کې بندیوانې دي. یوازې د کورونو له دیوالونو سره خپل درد شریکوي او د هرې ورځې په تېرېدو غمجنې او ناهیلې کېږي.

د ټولو ژوند په پخلي، مینځلو او پاکولو کې تېر شو او حیرانې دي چې څنګه یې ناڅاپه ژوند بدل شو. که څه هم ذهنونه او زړونه یې له پوښتنو ډک دي، زما په څېر یې په وار وار له ځانه پوښتلي چې ولې موږ؟ ولې یوازې موږ د دې لپاره چې نجونې یو، له زده‌کړو او خپلو ارمانونو محرومې شوې یو؟

د اسلام دین په ګډون په ټولو ادیانو کې ویل شوي چې زده‌کړه پر نارینه او ښځې فرض ده. درس او تعلیم مو حق دی. موږ هم غواړو ډاکترانې شو، ښوونکې شو، انجنیرانې شو او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلو او خلکو ته خدمت وکړو. کورناستي، خپګان، پر خپلو هیلو او تمو خاورې اړول هغه څه نه دي چې د دې خاورې نجونې یې غواړي. ټولو ته څرګنده ده چې د دې خاورې نجونې څومره زیاکښې او له وړتیاوو ډکې دي او څومره د خپلو هیلو ترلاسي لپاره هڅې کوي. کله یې له ځانه پوښتلي چې په دې څلورو کالو کې پر هغو نجونو څه تېر شوي چې وړتیاوې او خوبونه لري؛ خو له اوسني وضعیت څخه د خلاصون لار ترې ورکه ده؟

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه
د ښځې غږ

د یلدا شپې په څېر اوږده محدودیتونه

۳۰ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766332098]
دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه
د ښځې غږ

دیارلس کسان په يوه څلور کسیز موټر کې؛ د قاچاقي سفر له کړاوه ډکه کیسه

۲۷ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766077387]
د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره
د ښځې غږ

د درېدو روایت؛ هغه نجلۍ چې ځان یې له حذف کېدو وژغوره

۲۵ ليندۍ/قوس ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1765900477]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.