ځينې ارواپوهان د ژبې پر بندښت لرونکو کسانو باندې د ملنډو وهلو له رواني او ټولنیزو پایلو خبرداری ورکوي. د دوی په وینا، له دغو کسانو سره دا ډول چلند د هغوی پر ځان د باور کمښت، ټولنیز ګوښهوالي او د رواني زیانونو لامل کېدای شي.
دا ارواپوهان د رسنیو او ښوونیزو بنسټونو له لارې د عامه پوهاوي د پروګرامونو پر پراختیا ټینګار کوي او وايي، د خلکو د پوهاوي لوړول او د درناوي او د توپیرونو د منلو فرهنګ دودول د ژبې د بندښت لرونکو کسانو پر وړاندې د ملنډو وهلو او تبعیض په مخنیوي کې اغېزناکه ونډه لوبولی شي.
ارواپوهه سمیرا صدیقي وايي چې د ژبې د بندښت له ستونزې سره مخ کسانو ملنډې وهل د هغوی پر رواني روغتیا او روحي حالت ژورې او منفي اغېزې لرلی شي.
هغې وویل: «هغه کسان چې د ژبې د بندښت له امله ورپورې ملنډې وهل کېږي، ښايي له وېرې او اضطراب سره مخ شي، له ټولنیز چاپېریال څخه واټن ونیسي او له نورو سره د مخامخېدو د مخنیوي لپاره په ټولنیزو غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي.»
مېرمن صدیقي زیاتوي: «د نورو له خوا په دغو کسانو ملنډی د شرم احساس او ان خپګان رامنځته کولی شي. دا ډول چلند د هغوی پر ځان باور راکموي او ښايي د ګوښهوالي او یوازېتوب لامل یې شي. همدارنګه، ملنډې د دغو کسانو پر زدهکړو او ښوونیز بهیر منفي اغېز لرلی شي او د ښوونیزو موخو د ترلاسه کولو مخه یې نیولی شي. په ځینو مواردو کې، دا ډول چلندونه په فرد کې د غوسې او تاوتریخجن چلند لامل هم کېږي.»
ارواپوه ذکریا بارکزی، وايي چې د ژبې بندښت ښايي جنیټیکي لاملونه ولري؛ خو په ځینو مواردو کې د ژوند له زیانرسوونکو تجربو سره هم اړیکه لرلی شي. د هغه په وینا، رواني صدمې، وېره، په ماشومتوب کې ځورېدل او ځپل شوې خاطرې هغه لاملونه دي چې فرد ته یې بیانول ستونزمن وي او باید پاملرنه ورته وشي.
ښاغلی بارکزی وايي: «په ځینو مواردو کې، د ذهني بهیرونو د فعالیت ګډوډي یا هم ښایي د بدن د هورمونونو د فعالیت اړوند ستونزې د ژبې د بندښت په رامنځته کېدو کې ونډه ولري. له بده مرغه، په افغاني ټولنه کې د کافي پوهاوي د نشتوالي له امله، ځینې کسان د ژبې بندښت الهي سزا یا تقدیر ګڼي او داسې انګېري چې دغه ستونزه د رټل کېدو له امله رامنځته شوې ده. ځینې نور بیا د ژبې بندښت د نورو لپاره د ساتېري او ملنډو وسیله ګڼي؛ په داسې حال کې چې د ژبې بندښت داسې معلولیت نه دی چې د فرد وړتیاوې محدودې کړي. د ژبې بندښت لرونکي کسان هم کولی شي وده وکړي، پرمختګ وکړي او بریاوې ترلاسه کړي.»
هغه زیاتوي: «د ژبني بندښت لرونکو کسانو وړتیاوو، په ځانګړي ډول د لیکلو وړتیاوو ته دې ډېره پاملرنه وشي او له هغوی سره دې په درناوي او له ارزښته ډک چلند وشي. همدارنګه، د رسنیو او ښوونکو له لارې دې پراخ عامه پوهاوی وشي، څو په ټولنه کې د دغو کسانو پر وړاندې د ملنډو او تبعیض کچه راکمه شي.»
ډاکټر محمد حنیف هاشمي وايي چې د ژبې بندښت د خبرو کولو یو اختلال دی، نه عصبي چې معمولاً په ماشومانو کې رامنځته کېږي؛ خو په لوړ عمرلرونکو کې هم راڅرګندېدای شي. نوموړی وايي: «د ژبې بندښت لاملونه جنیټیکي کېدای شي او په لوړ عمر لرونکو کسانو کې د عصبي حملې او مغزي سکتې هم د دې ستونزې لامل کېدای شي. د ژبني د بندښت لپاره ځانګړې درملنه یا درمل نه شته.»
هاشمي زیاتوي: «د ژبې بندښت لرونکو ماشومانو ته دې وخت ورکړل شي او خبرې یې په پوره زغم واورېدل شي. د خبرو پر مهال دې د هغوی خبرې پرې نه شي او ماشوم دې اړ نه کېږي چې خپلې خبرې بیا تکرار کړي. د خبرو کولو تمرینونه او خبرو ته د ماشوم هڅول ي د وخت په تېرېدو سره د ژبې بندښت په ښه کېدو کې اغېزمن تمامېدای شي. که په لوړ عمر لرونکي کس کې د ژبې بندښت ناڅاپه رامنځته شي، ښايي د بدن د غړو له فلج او د خولې له کږېدو سره مل وي. په داسې حالت کې دې ناروغ ژر تر ژره د روغتون بېړنۍ څانګې ته ولېږدول شی.»
جاوېد (مستعار نوم)، چې د ژبې د بندښت له ستونزې سره مخ دی، وايي چې ډېری مهال له خبرو کولو ډډه کوي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په منځ کې چې له مخکې ورسره پېژندګلوي نه لري. د هغه په وینا، د ورور له شهادت وروسته یې د ژبې د بندښت ستونزه پیل شوې او له هغه وخت راهیسې یې پر ورځني ژوند او ټولنیزو اړیکو منفي اغېز کړی ده.
هغه وايي: «کله چې خبرې کوم، ژبه مې پرلهپسې بندېږي او زه هم له دې حالته کړېږم. زه فارمسسټ یم او د ورځې په اوږدو کې له ډېرو پېرودونکو سره راکړه ورکړه لرم. له هغوی سره د خبرو او د درملو د کارولو د څرنګوالي د تشریح پر مهال مې څو ځله ژبه بندېږي. پخوا مې دا ستونزه نه درلوده؛ خو وروسته له هغې چې ورور مې شهید شو او د هغه د جسد تر څنګ ودرېدم، له دې ستونزې سره مخ شوم.»
۱۲ کلن شعیب چې د ژبې د بندښت ستونزه لري، وايي چې د خبرو کولو د ستونزې له امله د همزولو ملنډو دې ته اړ کړی چې لږې خبرې وکړي او له نورو ماشومانو سره له ناستې پاستې ډډه وکړي.
هغه وايي: «کله چې خبرې کوم، ټولګیوال او نور ماشومان د ژبې د بندښت له امله راباندې ملنډې وهي. له همدې امله، نه له چا سره ملګرتیا لرم، نه خبرې کوم او نه هم د فوټبال لوبې کوم. په ښوونځي کې مې درس هېڅکله په لوړ غږ ونشو لوستلی. هیله لرم چې دا ستونزه مې هواره شي او د نورو په څېر په اسانۍ خبرې وکړای شم.»
د یادونې وړ ده چې د اکتوبر ۲۲مه د ژبې د بندښت په اړه د پوهاوي له نړیوالې ورځې سره سمون لری. دا ورځ هر کال د ژبې بندښت لرونکو کسانو د ستونزو په اړه د ټولنې د پام را اړولو، د ناسم قضاوت او انګېرنو پر وړاندې د مبارزې او له دغو کسانو سره د پوهاوي پر بنسټ د ملاتړ او وړ چلند د دودولو په موخه نمانځل کېږي.
د ژبې بندښت د خبرو د بهیر یو اختلال دی چې د خبرو پر مهال د غږونو یا کلمو له غیرارادي تکرار، د غږونو له اوږدولو او د خبرو له ناڅاپي درېدو سره مل وي. دا ستونزه ښايي په ماشومتوب کې پیل او تر لویوالي پورې دوام وکړي.





