کله چې د ۱۳۶۷ لمریز کال په ژمي کې د شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه له افغانستانه ووتل، ډېرو فکر کاوه چې د هېواد د آزادۍ او سوکالۍ له لارې لویه ډبره لېرې شوې ده. هغو تنظیمونو او ګوندونو چې د شوروي پوځونو پر وړاندې یې جګړه کې رول درلود، تبلیغ کاوه، چې د افغانستان، سیمې او ان نړۍ د تاریخ تګلوری یې بدل کړی دی او یوه نوې دوره به پیل شي چې د آزادۍ د اتلانو په څېر به د افغان ولس او په سر کې به یې د جهادي تنظیمونو درناوی کیږي او د ادارې او حکومتولۍ په چاره کې به هم بېلګه وي. که څه هم هغو سیاسي تنظیمونو او مشرانو چې د جګړې د «بري» اړخ ته وو، د سبا روښانه تصویر نه شوای انځورولای او د هېواد د ادارې لپاره یې کوم پلان نه درلود، خو په تبلیغاتو او جهادي شعارونو سره یې د ولس په بیلابیلو پاړکیو کې د غرور یو مبهم حس خپراوه. په زرګونو هغو کسانو چې د آزادۍ او جهاد په شعار سره راټول شوي وو او جګړه کې کړې وه، غوښتل په خپل ژوند کې د آزادۍ اغېز وویني او له نعمته یې ګټه پورته کړي. د وخت په تېریدو سره، ټولو ولیدل چې ازادي تر دې خورا پيچلې ده چې په خاوره کې د نورو هیوادونو د نظامي ځواکونو د نشتوالي کچې ته راټيټه کړای شي. د آزادۍ جګړې په هېواد کې دننه ډېر د آزادۍ ضد ځواکونه رامنځته کړي وو، چې د آزادۍ لپاره د شوروي ځواکونو د یرغل تر افته کم نه وو. څو کاله وروسته «فاتحان» د جګړې او جنايت په په ډنډ کې داسې ډوب شول چې د شوروي پوځونو وتلو نور دومره د سرلوړۍ او وياړ احساس نه درلود.
اوس د کلونو په تېرېدو او پر ډيرو لوړو او ژورو له مزل کولو وروسته د هېواد بنسټونه د یوې داسې ډلې لاس ته لوېدلي، چې د شوروي ځواکونو د وتلو د ورځې د نمانځلو په پلمه ځان د ازادۍ اتله بولي، په داسې حال کې چې د زده کړې، سفر، حمام، د جامو د انتخاب، موسيقۍ او تفريح د آزادیو په څېر یې تر ټولو لومړنۍ فردي او مدني آزادۍ له خلکو اخیستیې دي او هېواد يې په داسې زندان بدل کړی، چې زموږ په ميليونونو هېوادوال له لوږې، ظلم او وحشیانه او بې سارې روانې شکنجې سره مخ شوي دي. په هغې غونډه کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د «ملي» ټلویزیون له خوا د شوروي ځواکونو د وتلو د نمانځنې په موخه جوړه شوې وه، ډېرو د ازادۍ باټې ووهلې، ترانې، شعرونه او آیتونه یې وویل، خو د دولت د چارو په مخته بېولو کې له ناتوانۍ او د بهرني قدرت خولې ته د هېواد له یوځل بیا لوېدو انديښنه د طالبانو د مشرانو په خبرو کې څرګنده وه.
طالبان دا ځل هم د خپلو جهادي اسلافو پر لاره روان دي او د هغو تنظیمونو تېروتنې تکراروي چې په یوه فیوډالي ذهنیت سره یې هېواد هغه ځمکه ګڼله چې هرچا په هرې وسیلې سره فتحه کړه، څښتن کیږي یې او اوسېدونکي یې مکلف دي چې د بیعت په کولو سره خان او یا د خان اتحادیې ته باج او جنګیالي ورکړي. طالبان له ځانه د مخکې مستبدانو په څېر خلک د رایې او آزادۍ مستحق نه ګڼي، له خلکو یوازې د بیعت او اطاعت غوښتنه کوي او د ولس او دولت تر منځ متقابلې اړيکې په رسمیت نه پېژني. هغوی خپل ځانونه شپانه او ملت پسونه ګڼي چې له قربانۍ او مالکانو (امیرانو او خلیفه ګانو) ته له ګټې رسولو پرته بل ماموریت نه لري. له همدې امله، آزادي د هغې ځمکې له فتحه کولو او قبضه کولو سره مساوي ګڼي چې قباله یې له پلرونو نه په میراث ورته پاتې ده. البته دغه مستبدين خپله قباله د دين په چوکاټ کې وړاندې کوي او ادعا کوي چې فردي ازادي او بشري حقونه د خدای په بنده ګۍ کې د ازادۍ د سلب کېدو لپاره د پرديو او بې دينه خلکو دسيسې دي. خو خداى او دين يوازې وسيله ده او هغه څه چې له خلكو نه يې په عمل كې تمه لري، د امیر او امیرکانو بنده ګي او تابعداري ده.